د جون ۲۶مه له نشهيي توکو سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې غونډه کې چې د همدغې ورځې د لمانځې لپاره جوړه شوې وه، وايي چې، پر هېواد د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، څه باندې ۵۴ زره پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه یې کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالباقي حقاني وایي چې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو د روږدو د درملنې په موخه ۶۱ مرکزونه شته او د یادو مرکزونو د درملنې ظرفیت په کال کې ۳۰ زره او ۸۰۰ بسترونو ته رسېږي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال طلوعنیوز ته وايي:«زموږ ۶۱ رغتونونه په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره په ټول هېواد کې فعال دي. او توانېدلي چې، د اسلامي امارت له راتګ څخه وروسته، ۵۴ زره او ۳۴۶ ناروغان تداوي کړي.»
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت هم وایي چې، د ۱۴۰۲ تر ۱۴۰۳ کال پورې یې په ټول هېواد کې ۳۳ زره او ۲۲۶ روږدي را ټول کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې لېږدولي دي چې، له دې ډلې څه باندې یو زرو ۸۰۰ تنه یې تر درملنې او حرفوي زدهکړو وروسته خپلو کورونو ته ساتنه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت استازی شمس الرحمن مهناج څرګندوي:«د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر ۱۴۰۳ پورې ۳۳ زره ۲۲۶ زره روږدي کسان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راټول او د حمایې درملنې مرکزونو ته معرفي شوي دي. چې له دې ډلې ۱۸۱۰ تنه روږدي تر درملنې وروسته فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ شوي دي.»
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی د یاد سازمان او همکارو بنسټونو له لوري په هېواد کې د نشهيي توکو د درملنې له مرکزونو د ملاتړ یادونه کوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی مینول وايي:«د روغتیا نړۍوال سازمان د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې، د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام او پلي کوونکو شریکانو چې، کورنۍ موسسې دي په همکارۍ په افغانستان کې د نشهيي توکو د درملنې له ځینو مرکزونو ملاتړ کوو.»
بل لور ته په افغانستان کې د ملګروملتونو د نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې استازې په هېواد کې په مساوي ډول د نشه يي توکو په برخه کې د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د څانګې استازې انوبا سود څرګندوي:«موږ باید څو اړخیز خدمات ولرو چې، په عادلانه توګه خلک ورته لاسرسی ولري او دغهراز نور پروګرامونه هم وي چې، ځینې کورنۍ خپل تر خطر لاندې ماشومان په ځانګړې توګه ښځې او په نشهيي توکو اخته کسانو ته یو شان خدمات وړاندې شي.»
د جون ۲۶مه نېټه د نشهيي توکو د زیانونو په تړاو د پوهاوي او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کړنلارې د رامنځته کېدو په موخه له نشهيي توکو سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او سږ کال هم د غه ورځ «شواهد ښکار دي او پر مخنیوي یې پانګونه وکړئ» تر عنوان لاندې ولمانځل شوه.
په دې اړه مو اندونه