Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د جلدي ناروغیو ۵۰ سلنه زیاتوالی

بلخ کې د ابو علي سینا حوزوي روغتون مسوولین وایي، د تېر کال پرتله سږکال دغه ولایت کې جلدي ناروغۍ ۵۰سلنه زیاته شوې ده. 

د دغه روغتون د جلدي برخې مسوول، علي اصغر ملک وایي، ۱۴۰۲ کال کې یې د جلدي ناروغیو ۲۵ زره ناروغانو درملنه کړې؛ خو په خبره یې، د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو ۴ میاشتو کې څه کم ۱۶زره ناروغان ورغلي چې نږدې زر تنه یې عملیات شوي دي.

علي اصغر ملک و ویل: « په ۱۴۰۳ کال کې چې ۴ میاشتې یې هم تېرې شوې دي، موږ هره میاشت ۴زره ناروغان ګورو چې د تېر پرتله دوه برابره ده او مزار شریف کې پر جلدي ناروغیو د اخته کېدو لامل د چاپېریال اړوند لاملونه دي؛ یانې اوسنۍ توده هوا د دې لامل کیږي چې جلدي ناروغۍ رامنځته شي او د روغتیایي ټکو نه پاملرنه هم د ځینو جلدي ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کیږي.»

ډاکټر، روح الله احمدي و ویل: « دې وختونو کې د ملاریا په نوم ناروغي ده چې د تودې هوا له امله رامنځته کیږي، ځکه ځینې کورنۍ غریبې دي او کولر او پکه نه لري. که څه هم ساري نه ده خو په ګرم موسم کې زیاتیږي.»

ځینې ناروغان چې په دغو ناروغیو اخته شوي، خپل حالت داسې بیانوي. 

ناروغ، عبدالمجید و ویل: « یو نیم کال کیږي چې پر مخ مې دانې راوتلي او په ډېر تکلیف کې وم. و مې غوښتل شخصي کلینیکونو ته لاړ شم، ویلې یې عملیات کیږي خو پیسې مې نه لرلې. 

دغه حوزوي روغتون کې ډاکټران زیاتوي چې د نارینه و ترڅنګ دغو ورځو کې پر جلدي ناروغیو اخته ماشومان او ښځې هم د  درملنې په موخه دغه روغتون ته راځي.

شریک یي کړئ