Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې تېر کال ۱۵ زره تنه د زېړي پر ناروغۍ اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت د «هپاټيټ» یا زېړي د پوهاوي پر نړۍواله ورځ په هېواد کې د دغې ناروغۍ د تشخیص د ظرفیت د لوړېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د عرضې معین عبدالولي حقاني وايي چې، په تېر کال کې په ټول هېواد کې پر دغې ناروغۍ ۱۵ زره تنه اخته شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو معین له نړۍوالو بنسټونو او د دغه وزارت له همکارو ادارو غواړي چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا زوارت د خدمتونو د وړاندې کولو معین وویل:«تېر کال په افغانستان کې د دغې ناروغۍ په پایله کې، د کابو ۱۵ زرو راپور ورکړل شوی چې، له دې ډلې ۱۲ زره هپاټیټ بي او ۱۳۰۰ هپاټیټ سي ثبت شوي دي. په افغانستان کې کره شمېر معلوم نه دی؛ خو زموږ د راپورونو پر بنسټ شمېر یې کم شوی دی.»

د زېړي او جنسي  ناروغيو د کنټرول د ملي پروګرام مسوول وايي، په هېواد کې د زېړي د تشخيص وړتيا ډېره شوې او په تېرو شپږو مياشتو کې له دوه مېليونو ډېرو کسان د دغې ناروغۍ د تشخیص په موخه روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

هغه زیاتوي چې په ټول هېواد کې د تشخیص او درملنې د لا زیاتو مرکزونو د جوړولو هڅې روانې دي.

د زېږي او جنسي ناروغیو د کنټرول د ملي پروګرام مسوول شریف احمد حبیب احمدزی څرګندوي:«د روغتیا نړۍوال سازمان په مرسته، موږ په زرګونه تنه، کابو ۵ زره تنو سره د درملنې مرسته شوې او اوس ۵۰۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي چې، ډېر ژر به روغ شي.»

بل خوا، په دې غونډه کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی وایي چې، تېر کال درې زره کسانو ته د دغې ناروغۍ ضد درمل ورکړل شوي دي. هغه دغه‌راز د عامې روغتيا وزارت ته د دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لا زياتو مرستو ډاډ ورکوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان استازی نعیم‌الله صافی وايي:«د روغتیا نړۍوال سازمان په نورو برخو کې د هیاټیټ د کنټرول او مخنیوي په برخه کې هم له روغتیا وزارت سره مرسته کړې، د دې ترڅنګ، د هپاټیټ د واکسینونو او درملو د برابرولو په برخه کې موږ هڅه کوو چې هم مرسته وکړو.»

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو د معین په وینا، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ مېلیونه کسان پر زېړي اخته دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه