د روانې زېږیزې میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شېدو د ماشوم د تغذیې له نړۍوالې اوونۍ سره برابره ده.
نازنینې چې خپل پنځه میاشتنی ماشوم روغتون کې بستر کړی، وایي ماشوم یې ځکه ناروغ شوی چې د مور په شېدو سمه تغذیه نه کوي.
نازنین د طلوعنیوز خبریالې ته و ویل: « په خوارځواکۍ اخته شوی، شیدې کمې دي، دا دوه شپې کیږي چې روغتون کې بستر دی.»
یوې بلې مور، مریم هم و ویل: « ما ښه خواړه نه خوړل، شیدې مې نه وې نو ماشوم مې په خواځواکۍ اخته شو.»
ځینې ډاکټران هم د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د معافیت لپاره د مور په شیدو د ماشومانو پر تغذیه ټینګار کوي.
کابل کې ډاکټر، اقا محمد شیرزاد و ویل: « کله چې ماشوم نړۍ ته راځي، مور باید یو ساعت وروسته خپلې شیدې ورکړي.»
اوس پوښتنه دا ده چې د مور په شېدو د ماشوم نه تغذیه پر ماشومانو څه اغېز کوي؟
ډاکټر، محمد عارف حسن زی په دې اړه وایي:« د انتان پر وړاندې د مقاومت کچه ټیټېږي د هغه ماشوم چې د مور په شېدو نه تغذیه کیږي، موو له نورو خوړو ګټنه کوي، چې ښایي هغه خواړه د ماشوم لپاره ښه نه وي، ماشوم اسهال کوي، یا ښایي خواړه سم پاک نه کړي، چې ماشوم ته د انتان د لېږد او د بېلابېلو ناروغیو لامل کیږي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان د دغه سازمان د رییس، ادوین سنیزا سلواډور په حواله د مور په شېدو د ماشوم د تغذیې د نړۍوالې اوونۍ په مناسبت لیکلي چې کورونو، کارځایونو او عامه ژوند کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید هڅې وشي.
په دې اړه مو اندونه