Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات په ښاري فاضله اوبو کې د پولیو مثبتې بېلګې ثبت شوي

هرات کې روغتیايي مسوولین وايي، تر درېیو کلونو وروسته د دغه ولایت په ښاري فاضله اوبو کې د پولیو ویروس مثبت بېلګې ثبت شوې دي.

که څه هم هرات کې د پولیو مثبتې پېښې نه دي ثبت شوي خو مسوولین خبرداری ورکوي چې د پولیو وحشي ویروس په چاپيریال کې خپور شوی او دا حالت اندېښمنونکی دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال، غلام محمد حنفي و ویل: « موږ تېرو درېیو میاشتو کې هرات کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې لرلې او دا په حقیقت کې موږ ته خبرداری دی. په دې مانا چې اوسنی کمپاین به توپیر ولري یانې ګټور او هر اړخیز به وي.»

د هرات ولایت سرپرست مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي هم و ویل: « له بده مرغه یو ځل بیا د پولیو ویروس د ګواښ کچه پورته تللې. د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي، او زموږ هغه هېوادوال دي چې له بهره راغلي دي. ټولو هېوادوالو ته زموږ وینا دا ده چې خپل اولادونه واکسین کړي.»

په ورته مهال هرات کې د پولیو ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه د پولیو څلور ورځنی کمپاین پيل شوی دی.

په پام کې ده چې له پنځه کلونو کم عمره ۷۵۸ زره ماشومان په دغه کمپاین کې واکسین شي.

واکسیناتوره، شهناز حیدري وایي: « هلمند او کندهار کې د پولیو ویروس پر خپرېدو اندېښمنه یم چې دغه ویروس به هرات ته هم خپور شي. خپله ټوله هڅه کوو څو له خپراوي یې مخنیوی وکړو.»

سویلي ولایتونو او هرات کې د ګوزڼ مثبتو پېښو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د هرات اوسېدونکي، نادر شاه و ویل: « هڅه کوو کله چې واکسیناتوران دروازې ته راځي، خپل ماشومان واکسین کړو څو د ماشومانو له ګوزنډه مخنیوی وکړو.»

د هرات یو بل اوسېدونکي، محمد رسول هم و ویل: « موږ غواړو چې ماشومان مو واکسین شي او که واکسین نشي نو خطرناکه ده. د پولیو ویروس خپراوي په اړه موږ اندېښمن یو.»

د روغتیايي مسوولینو په خبره له درېیو کلونو راهیسې په هرات کې هیڅ ماشوم په ګوزڼ نه دی اخته شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه