د عامې روغتیا وزارت نن (شنبې، د زمري پر ۲۰مه) په زابل، روزګان، کندهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون کمپاین له پیلېدو خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل طلوعنیوز ته وایي چې، دا کمپاین به څلور ورځې دوام ولري او په پام کې ده چې، له پنځو کلنو پر کم عمره دوه مېلیونو ماشومانو به د پولیو واکسین تطبیق شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«د هېواد په پنځو ولایتونو کې روزګان، زابل، کندهار، هلمند او هرات کې د پولیو د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو، په دغه کمپاین کې چې نږدې دوه اعشاریه څلور مېلیونه د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکو ته به د پولیو واکسین تطبیق شي او د څلورو ورځو لپاره به دوام لري.»
اخوا، یو شمېر ډاکټران په هېواد کې د دې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره د پولیو واکسیناسیون تر څنګ د دغه واکسین د تطبیق په تړاو عامه پوهاوی هم ګټور بولي.
ډاکټر فرید الله عمري وايي:«د پولیو د لېږد په برخه کې خلکو ته باید د دې پوهاوی وکړو چې انتاني ناروغۍ هم هم په واکسین وقایه کېږي او هم په ورځني ژوند کې له کارونو سره؛ یعنې باید پوه شو چې، کوم کارونه وکړو او له کومو ډډه وکړو.»
بل خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له دغه کمپاین څخه هرکلی کوي او له کورنیو غواړي چې، له ځنډ پرته خپل ماشومان واکسین کړي.
د کابل اوسېدونکي ضیاالدین په دې تړاو وویل:«د افغانستان له وګړو زما غوښتنه دا ده چې، تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.»
د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تراوسه د پولیو واکسیناسیون پنځه کمپاینونه ترسره شوي دي.
په دې اړه مو اندونه