Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت د بیزو تڼاکي ناروغۍ مخنیوي لپاره له نړۍ همکاري غواړي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان له استازي، ایډوین سینیزا سلویډور سره کتنه کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې لازمو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده. 

د عامې ررغتیا وزارت ویاند وایي، دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازی، تاج الدین اوېلا او د کډوالۍ نړۍوال سازمان مسوولینو هم حضور لره. 

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل و ویل: « د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د نړۍوالو سازمانونو له استازو سره کتنه کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي او نړۍوالو سازمانونو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی چې د درملنې له مرکزونو سره د واکسین په برخه کې همکاري کوي.»

ځینې ډاکټران د بیزو تڼاکې ناروغۍ ساري ناروغي ګڼي او د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د لازمو امکاناتو د برابرولو غوښتنه کوي. 

ډاکټر، فرید الله عمري و ویل: « کله چې یو روغ کس پر دغې ناروغۍ له اخته انسان یا حیوان سره نږدې کیږي کولای شي دغه ناروغي ولېږدوي.»

یو بل ډاکټر، احسان الله حکیمي و ویل: « نړۍ کې شته واکسینونه باید افغانستان ته وارد شي او د درملنې مرکزونه ته دې و وېشل شي او د دغې ناروغۍ د مخنیوي عامه خبرتیاوې باید ډېرې شي.»

عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ناسته کې یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د اړوندو ادارو په همغږۍ د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه