امریکايي څېړونکو په یوه څېړنه کې موندلې، چې د افغان ماشومانو په وینه کې د سربو کچه لوړه ده.
د څیړنې له مخې، هغه افغان کډوال چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ امریکا ته تللي دي ۴۷،۸ سلنه ماشومانو یې په هر لیټر کې له ۵ تر ۹ مایکرو ګرامه پورې د وینې د سرب کچه درلوده او په ۱۰،۹ سلنه ماشومانو کې بیا دا کچه له ۱۰ تر ۱۹ مایکرو ګرامه پورې وه.
د دغې څېړنې په یوه برخه کې راغلي: له ۲۰۱۴ کال تر ۲۰۱۶ کال پورې د افغانستان د ۸،۴۷ سلنه ماشومانو د وینې سرب کچه په هر لیټر کې له ۵ تر ۹ مایکرو ګرامه پورې وه، او د ۹.۱۰ سلنې ماشومانو د وینې سرب منځپانګه په هر ډیسیلیټر کې له ۱۰ تر ۱۹ مایکرو ګرامه وه. په یوه پخوانۍ څیړنه کې چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ امریکا ته د کډوالو افغان ماشومانو په اړه شوې وه، د نورو هېوادونو د ماشومانو پرتله د دوی په وینه کې د سرب کچه تر ټولو لوړه وه.
د ماشومانو لپاره په وینه کې د سرب عادي کچه په هر لیټر کې ۳،۵ مایکرو ګرامه ښودل شوې، چې د ځینو معیارونو لمخې، ۵ مایکرو ګرامه هم په وینه کې د سربو طبعي کچه ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلی، په وینه کې د سربو لوړه کچه د لوړ فشار ، د زړه ناروغۍ او د پښتورګو د زیان ګواښ زیاتوي.
د څېړنې لمخې، د افغان ماشومانو په وینه کې د سربو د لوړې کچې لامل له المونیمي لوښو په ځانګړي ډول له دیګ بخار ګټه اخیستنه ښودل شوې ده.
د څېړنې یوه برخه کې راغلي: د دغې څېړنې پایلې ښیی چې له افغانستانه امریکا ته راوړل شوی د پخلی لوښی د سرب لوړه کچه لری.
د افغان ټولنې یوه غړي موږ ته و ویل چې دیګ بخارونه ډېری وخت په افغانستان او پاکستان کې تولیدیږی ، خو د لوړې کچې المونیم لرونکي لوښي ډېر د هند ، پاکستان او چین له لارې افغانستان ته صادریږی.
په دغو لوښو کې د افغانانو له لوري پخو شویو خوړو، غوښه ، لوبیا ، کچالو ، وریجې ، هګۍ او نور سبزیجات شامل دي.
یوه ډاکټر، روحید الله امین هم و ویل: دغه لوښي سرب تولیدوي او دا څرګنده خبره ده. خو دا یا د خوړو له لارې یا د ساه ايستو له لارې د انسان بدن ته ننوځي.
ډاکټر مجتبی صوفي هم په دې اړه وايي: په زړه پورې یې لا دا ده چې دا بیا هیڅکله د انسان له بدنه نه ووځي. دا د هډوکو په مغز کې تر دېرشو کلونو پاتې کیږي. په ماشومانو کې بیا د ماشومانو د حافظې کمزورتیا او د آی کیو را ټيټېدو لامل کیږي.
د دغې څېړنې پر بنسټ، د رنجو کارونه هم په وینه کې د سربو زیاتېدو سبب کېږي.
که څه هم د هندي رنجو پېر او پلور په امریکا کې منع شوی؛ خو په افغانستان کې تر لا هم کار اخیستل کیږي.
په دې اړه مو اندونه