د جوزجان په قرقین او منګجیک ولسوالیو کې دوه نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شول چې ورسره به د سلګونو کورنیو روغتیایي ستونزې حل شي.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ددغو دوو روغتیايي مرکزونو ګټې اخیستنې مراسمو پرمهال د متخصصو روغتیاپالانو ګومارلو او پرمختللو وسایلو باندې د روغتیايي مرکزونو د سنبالولو ډاډ ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده و ویل: «موږ هڅه کوو چې په ټولو روغتونونو کې کدرونه او متخصصین چې موږ یې په هېواد کې لرو جذب کړو او هغو ته د کار زمینه برابره کړو. زموږ د وزارت موخه همدا ده چې ورځ تر بلې خپل مرکزونه مجهز کوي.»
د جوزجان د عامې روغتیا رییس ذبیح الله حسیني په دې اړه داسې و ویل: « د هېواد هغه اغېزمنېدونکې سیمې چې د فرعي روغتیایي مرکزونو معیارونه یې بشپړ کړي وي موږ چمتو یو چې هلته یې ورغوو.»
د قرقین او منګجیک ولسوالیو اوسېدونکي ددغو دوو مرکزونو د چارو له بشپړېدو هرکلی کوي او د روغتیا په برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو غوښتونکي دي.
د جوزجان د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالخالق و ویل: « د دینار کلی له ولسوالۍ څخه ډېر لرې دی او د ناروغانو او ماشومانو لېږد ورته شونی نه دی.»
د جوزجان د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله داسې وایي: « اوس موږ ډېر خوشحال یو چې دلته کلینیک پرانیستل شوی دی او موږ غواړو چې دلته ښه روغتیاپالان وګمارل شي.»
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پربنسټ په تېرو دوو ورځو کې دا څلورم روغتیايي مرکز دی چې ددغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
دغه روغتیايي مرکزونه چې د قرقین او منګجیک ولسوالیو په دینار او دالي کلیو کې جوړ شوي پر جوړولو یې څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د یوه نړیوال بنسټ له لوري ورکړل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه