Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې تېره میاشت ځینې ناروغۍ زیاتې شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، افغانستان کې د وړمې میاشتې پرتله، تېره جولای میاشت کې ځینې ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د دغه سازمان په تازه راپور کې ویل شوي، د جولای میاشتې پر مهال د شري مشکوکې پېښې ۲۰ سلنې، شدید نس ناستی ۶۷ سلنې او شدیدې تنفسي ناروغۍ هم ۲۰ سلنې زیاتې شوي دي.

د راپور له مخې، په جولای میاشت کې د شري مشکوکې ناروغۍ نږدې ۷ زره او ۸۰۰ پېښې ثبت شوې وې، چې له هغې د تېرې میاشتې پرتله ۲۱ سلنې زیاتوالی ښیي.

د راپور په یوه برخه کې د کورونا، کانګو او ډنګي تبو یادونه هم شوې، چې په یاده موده کې یې زیاتوالی درلود.

روغتیاپال محب و ویل: « په جولای میاشت کې موږ ۵۸۰ ناروغان درلودل او په اوسط ډول موږ سره د میاشتې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ ناروغان بستري کېږي.»

مینا چې خپل لمسی د شري ناروغۍ د درملنې لپاره له غزني کابل ته راوستی، وایي: « نن مو بستر کړ. ډاکټرانو و ویل، چې شری یې دی او باید بستر شي. د ماشوم وضعیت خراب دی موږ یې ډېره درملنه وکړه، خو پایله یې نه درلوده او اوس مو کابل ته راوړ.»

د یو بل ناروغ ماشوم مور طلوع نیوز ته و ویل: « ډاکټرانو په سر کې و ویل، چې وینه یې باید معاینه شي او موږ یې وینه معاینه کړه او ډاکټرانو و ویل، چې وینه یې کمه ده. وینه مو ورکړه، خو وروسته یې په بدن کې شری پیدا شو.»

د روغتیا نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي، د روان کال په جولای میاشت کې یې څه باندې ۵۹۰ زره کسانو ته د افغانستان په ۲۸۷ ولسوالیو کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي چې ۴۶ سلنې یې ښځې او ۳۳ سلنې یې ماشومان دي.

د راپور لمخې، په جولای میاشت کې د شري مشکوکې ناروغۍ نږدې ۷ زره او ۸۰۰ پېښې ثبت شوې وې چې له هغې د تېرې میاشتې پرتله ۲۱ سلنې زیاتوالی ښیي.

تصویر بندانگشتی

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، افغانستان کې د وړمې میاشتې پرتله، تېره جولای میاشت کې ځینې ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د دغه سازمان په تازه راپور کې ویل شوي، د جولای میاشتې پر مهال د شري مشکوکې پېښې ۲۰ سلنې، شدید نس ناستی ۶۷ سلنې او شدیدې تنفسي ناروغۍ هم ۲۰ سلنې زیاتې شوي دي.

د راپور له مخې، په جولای میاشت کې د شري مشکوکې ناروغۍ نږدې ۷ زره او ۸۰۰ پېښې ثبت شوې وې، چې له هغې د تېرې میاشتې پرتله ۲۱ سلنې زیاتوالی ښیي.

د راپور په یوه برخه کې د کورونا، کانګو او ډنګي تبو یادونه هم شوې، چې په یاده موده کې یې زیاتوالی درلود.

روغتیاپال محب و ویل: « په جولای میاشت کې موږ ۵۸۰ ناروغان درلودل او په اوسط ډول موږ سره د میاشتې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ ناروغان بستري کېږي.»

مینا چې خپل لمسی د شري ناروغۍ د درملنې لپاره له غزني کابل ته راوستی، وایي: « نن مو بستر کړ. ډاکټرانو و ویل، چې شری یې دی او باید بستر شي. د ماشوم وضعیت خراب دی موږ یې ډېره درملنه وکړه، خو پایله یې نه درلوده او اوس مو کابل ته راوړ.»

د یو بل ناروغ ماشوم مور طلوع نیوز ته و ویل: « ډاکټرانو په سر کې و ویل، چې وینه یې باید معاینه شي او موږ یې وینه معاینه کړه او ډاکټرانو و ویل، چې وینه یې کمه ده. وینه مو ورکړه، خو وروسته یې په بدن کې شری پیدا شو.»

د روغتیا نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي، د روان کال په جولای میاشت کې یې څه باندې ۵۹۰ زره کسانو ته د افغانستان په ۲۸۷ ولسوالیو کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي چې ۴۶ سلنې یې ښځې او ۳۳ سلنې یې ماشومان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه