د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته نږدې ۳۰ ماشومان مړه شوي دي.
دوی وایي، وروستیو پنځو میاشتو کې دغه روغتون کې له پنځو کلونو کم عمره د نږدې دوه زره او ۷۰۰ ناروغو ماشومانو له ډلې څه د پاسه ۳۵۰ زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د بدخشان د ولایتي روغتون د معلوماتو مسوول، عبدالمالک رووفي و ویل: « له پنځو کلونو کم عمره دوه زره او ۶۹۶ ناروغان راسره بستر وو، چې له دې ډلې، ۳۶۵ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته وو چې ۲۶ تنه یې مړه شوه.»
ځینې ناروغ لرونکي بیا پر دې ناروغۍ د ماشومانو اخته کېدو لاملونه بې وزلي، ناچاري او ناسالمه تغذیه ګڼي.
دوی له سرپرست حکومته او مرستندویه بنسټونو غواړي چې اقتصادي ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
پر خوارځواکۍ د اخته ماشوم مور، بصیره وایي: « موږ غوښې او مغذي خواړه نشو پېرلی او کلیو کې دغه ستونزې شته او خاوند مې هم بیکاره دی.»
یوې بلې ناروغ لرونکې، سامعې و ویل: « د کورنۍ اقتصادي وضعیت کمزوری دی او ماشومان مو په سمه توګه شیدې نه خوري له همدې امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.»
روغتیاپالان هم د سالمو خوړو نشتوالی، روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسی او د عامه پوهاوي نشتوالی په ماشومانو کې د خوارځواکۍ ناروغۍ زیاتېدو بنسټیز لاملونه ګڼي.
بدخشان کې روغتیاپال، غلام رباني مشتاق و ویل: « ښه مشوره ورکول نشته، د کلینیکونو لیرې والی هم یو بنسټیز لامل دی او زموږ ډېری ناروغان د ارګو، شکاشم، راغ، او درواز په ګډون له لیرې ولسوالیو دي.»
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، افغانستان کې له درې میلیونو زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او دغه سازمان یوازې یو اعشاریه درې میلیونه ماشومانو ته رسېدنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه