د بدخشان ولایتي روغتون د نسايي ولادي ۶۰ بستریزه څانګه چې د روغتیا نړۍوال سازمان د مالي ملاتړ د درېدو له امله درې میاشتې تړلې وه، یوځل بیا یې د عامې روغتیا وزارت په ملاتړ فعالیت پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده وایي، دغه روغتون کې د سيټي سکن او د وینې ډیالیز ماشینونه هم تر نصبولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د نوموړي په خبره، د دغه دوو ماشینونو لګښت او کارکوونکو تنخواوې له دې وروسته د سرپرست حکومت له لوري ورکول کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال و ویل: « نن مو د بدخشان ولایتي روغتون کې د نسایی ولادي ۶۰ بستریزې څانګې او سیټي سکن او هموډيالیز ماشینونو پرانیسته وکړه.»
د بدخشان د عامې روغتیا رییس، عتیق الله فیضي و ویل: « له نیکه مرغه موږ ته یې ۵۹ بستونه راکړي چې ډېری یې تخصصي کارکوونکي دي او ګمارل کېږي.»
د بدخشان د ولایتي روغتون رییس وايي، د نسايي ولادي ۶۰ بستریزې څانګې او سيټي سکن او د ویني هیموډیالیز ماشینونو فعالېدو سره به دغه روغتون کې ناروغانو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د بدخشان ولایتي روغتون رییس، شفیق همدرد و ویل: « نن چې بدخشان ته لوړې وړتیا لرونکي ماشینونه راوړل شول، الحمدالله موږ کولای شو ډېری ناروغان چې موږ کابل او کندز ته استول د دغو ماشینونو په وسیله یې درملنه وکړو.»
د دغه ولایت اوسېدونکي د ولایتي روغتون د نسايي ولادي څانګې فعالیت درېدو او د تشخیص کوونکو ماشینونو نشتون له امله اړ وو، چې خپل ناروغان څېرمه ولایتونو او یاهم کابل ته د درملنې لپاره ولېږدوي.
د بدخشان اوسېدونکی، عبدالبصیر حقجو و ویل: « له پرمختللو ماشینونو سره به روغتیایي ستونزې حل شي او زموږ د خوېندو ستونزې به لمنځه لاړې شي.»
د بدخشان بل اوسېدونکی، شاهپور و ویل: « ۶۰ بستریزې څانګه چې تړلې وه له ډېرو ستونزو سره مخ وو، او اړ وو چې څېرمه ولایتونو ته د درملنې په موخه لاړ شو.»
درې میاشتې وړاندې د بدخشان ولایتي روغتون ۶۰ بستریزه څانګې فعالیتونه د روغتیا نړۍوال سازمان د مرستو بندښت سره درېدلي وو چې د دغه روغتون ۷۰ ډاکټران، قابلې او کارکوونکي هم ورسره وزګار شوي وو.
په دې اړه مو اندونه