Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۴ کال له پيل راهیسې د پولیو د شپږو واکسیناسیونو ترسره کېدل

د عامې روغتیا وزارت وايي چې، په روان زیږدیږ کال کې په تول هېواد کې د پولیو شپږ واکسیناسیونونه په لاره اچولي دي. 

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې، له دې منځه درې فرعي، دوه عمومي کمپاینونه او یو ځانګړی کمپاین ترسره شوی دی. 

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي:«د ۲۰۲۴ زیږدیز کال له پيله تراوسه په ټول هېواد کې د پولیو واکسین شپږ کمپایونه تطبیق شوي چې، په دې منځ کې دوه ملي، درې فرعي کمپایونه او یو ځانګړی کمپاین و.»

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې، په هېواد کې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او د هغې د له‌منځه وړلو په برخه کې جدي هڅې وکړي.

دوی وايي چې، د واکسیناسیون پر کمپاینونو سربېره، خلکو ته باید د پولیو واکسین د ګټو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.

د کابل اوسېدونکي رحیم وویل:«غوره دا ده د هغو کسانو لپاره چې، د واکسین کمپاینونو ته ځي، ورته لارښوونه وشي او له کورنیو زما غوښتنه دا ده چې، د هغوی لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی جواد هم څرګندوي:«واکسیناتوران د واکسین د تطبیق لپاره د افغانستان لېرې سیمو ته ځي. هغوی باید د دغې ناروغۍ د خپرېدو او مخنیوي لپاره کورنۍ وهڅوي.»

یوشمېر ډاکټران د دې ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره د روغتیايي مرستندویو بنسټونو او کورنیو همکاري ګټوره ګڼي.

ډاکټر روحید طلوع‌نیوز ته وویل:«له نړۍوالې ټولنې یا بهرنیو موسسو زموږ غوښتنه دا وه چې، د پولیو په برخه کې مرسته وکړي چې، موږ وکړای شو د پولیو ولې وچې کړو.» 

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیلېدو راهیسې په هېواد کې د دې ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه