Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې ۱.۵ میلیونه کسان د لید کمښت ستونزه لري

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې ۱ اعشاریه ۵ میلیونه کسان د سترګو لید د کمزورۍ پر ناروغۍ اخته دي.

عبدالولي حقاني د عامې روغتیا وزارت له لوري د لید نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډه کې زیاته کړې چې افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۵ زره کسان یوه سترګه له لاسه ورکوي چې په خبره یې، ۸۰ سلنې یې د مخنیوي وړ دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال، عبدالولي حقاني و ویل: « ۱.۵ میلیونه کسان د لید له کمښت سره مخ دي، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۵ زره کسان یوه سترګه له لاسه ورکوي په هغه صورت کې چې د دې ړوندوالي نږدې ۸۰ سلنې یې د مخنیوي وړ دی.» 

دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د لومړنيو خدمتونو وړاندې کولو رييس وایي، هېواد کې د سترګو د ناروغۍ د درملنې لپاره د پنځه کلن پلان لري او زیاتوي چې د دغه پلان لپاره به په ټول هېواد کې د درېيو مياشتو لپاره يوه سروې ترسره شي چې لمخې به یې په هېواد کې د سترګو ستونزې حل شي.

د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو رییس، ذبیح الله حارث و ویل:« موږ غواړو راتلونکو پنځو کلونو کې د سترګو ناروغۍ د درملنې ستونزې د مخنیوي لپاره یوه منظمه سټراټیژي ولرو څو د افغانستان ټول خلک د سترګو درملنې خدمتونو ته لاسرسی ولري.»

د دغه وزارت د سترګو همغږی کوونکی امر وايي، چې په روان کال کې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د سترګو امریت د ګرځنډه ډلو او متخصصینو له لوري د سترګو ۳۷۷۲ عملیاتونه شوي او په پام کې لري چې د یاد امریت له لوري دوه زره نور عملیاتونه هم وشي.

د عامې روغتیا وزارت د سترګو همغږی کوونکی امر، اغا محمد عابد طوطاخیل وایي: « د سترګو امریت د سیار ټیمونو د متخصصینو له لوري د سترګې د کترک ۳۷۷۲ عملیاتونه ترسره شوي، البته په ۱۱ ولایتونو کې چې هغه ولایتونه لوګر، د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ، غزني، بامیان، نورستان، بدخشان، د کاپیسا تګاب ولسوالۍ، پنجشېر، فراه او د روزګان دهراوود ولسوالۍ دي.»

د عامې روغتیا وزارت مرستیال دغه راز ټینګار کوي چې د هېواد په ۸ ولسوالیو کې به د سترګو ناروغۍ د درملنې لپاره د دوه نیم میلیونه ډالرو په ارزښت څلور سوه او ۶۵ زره ډوزه درمل وپېري.

دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د لومړنيو خدمتونو وړاندې کولو رييس وایي، هېواد کې د سترګو د ناروغۍ د درملنې لپاره د پنځه کلن پلان لري.

شریک یي کړئ