د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ورکړی چې، د روان زېږدیز کال په ۹ میاشتو کې ۷۰۰ زره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، د افغانستان روغتیايي سیسټم د پاموړ ننګونو لکه کیفیت لرونکو خدمتونو ته نابرابر او محدود لاسرسی او د متخصصینو له کموالي سره مخ دی.
په راپور کې راغلي چې، دغو ماشومانو حیاتي خدمتونو هم لاسرسی نهدرلود او له دې منځه ۲۷ زره او ۶۰۰ ماشومانو بستر کېدو ته اړتیا لرله.
دغه سازمان دغه راز وایي چې. له پنځو کلنو کم عمره یو اعشاریه درې مېلیونه ماشومان او ۴۷۰ زره مېندوارې او شیدې ورکونکې میندې هم پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر میاشتې پورې، ۷۰۰ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته وو او حاتي روغتیایي خدماتو ته یې لاسرسی نهدرلود او ۲۷ زره او ۶۰۰ ماشومانو بستر کېدو ته اړتیا لرله.
له ۱،۳ مېلیون ډېر ماشومان او ۴۷۰ زره مېندواره او شیدې ورکونکي میندې هم له دې ناروغۍ اغېزمنې شوې دي.»
د کاپیسا اوسېدونکې ملایم چې خپل مسۍ یې د درملې لپاره چې، پر خوارځواکۍ اخته دی، د درملنې لپاره کابل ته راوستې ده د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«کله چې،له شیدو یې جلا کړ، دغې نجلۍ ښه ورځ ونهلیده او د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وکړ. اوس مو هغه دلته راوستې او د الله(ج) شکر دی سترګې یې پرانیستل شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د وړاندوینې پر بنسټ، په ژمني کې به شرایط د ماشومانو او عمر خوړو لپاره ننګوني شي.
ډاکټر محمد عارف حسنزی په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«موږ پر خوارځواکۍ اخته ناروغان لرو. موږ د خوارځواکۍ ناروغانو لپاره ۲۰ بستره لرو چې، کله له دغه شمېره زیات بستر کېږي. یادېږي مې چې، په هر بستر کې دوه دوه ناروغان مو لرل.»
یو بل ډاکټر سید عبدالله احمدي هم څرګندوي:«په افغانستان کې کله چې، واوره اوري او هوا سړېږي، له بده مرغه د ولایتونو مرکزونو او یا هم کابل ته د تګ راتګ لارې هم ستونزمنې کېږي. نو د روغتیا نړۍوال سازمان اړتیا لري، د اوس لپاره چې لارې پرانیستې دي، د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د کلینیکونو او روغتونونو ملاتړ وکړي.»
د عامې روغتیا وزارت زموږ له پرلهپسې اړیکو سره سره په دې تړاو څه ونهویل.
په دغه راپور کې هم راغلي، ملګري ملتونه توانېدلي دي چې، د بشري او روغتیايي مرستو لپاره د دغه بنسټ د ۲۰۲۴ زېږدیز کال یوازې ۲۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړي.
په دې اړه مو اندونه