نیمروز کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د جاپان خلکو په مالي همکارۍ یو روغتون جوړ شو.
دغه روغتیايي مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري د نیمروز مرکز زرنج ښار کې د سیاه چشمان سیمه کې د نږدې ۱۶۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی چې له فعالیت سره به یې د ځایي خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال و ویل:« په نیمروز کې زیاتې اړتیاوې شته چې باید ورته رسېدنه وشي، دغه مرکز چې نن مو پرانیست د جاپان خلکو په مالي مرسته جوړ شوی، موږ کولای شو په ګډه نورو اړتیاوو ته رسېدنه وکړو او نړۍوالۍ ټولنې ته وښیو، چې موږ کولای شو په ګډه لا زیات کارونه وکړو»
د نیمروز د عامې روغتیا رییس عبدالرحمان و ویل: « د روغتیا په برخه کې دا یو نه بلکې داسې ډېر کلینیکونه لرو، چې پرانیستل شوي دي او موږ د دې کلینیک لپاره ټول چمتووالی لرو.»
په ورته مهال د نیمروز د والي مرستیال د روغتیايي مرکزونو جوړېدل د دغه ولایت د اوسېدونکو بنسټیزه اړتیا ګڼي.
د نیمروز د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر داسې و ویل: « په ټولو کلیوالي سیمو او په ځانګړې توګه په زرنج ښار کې دا ډول خدمتونه دې نور هم وشي او موږ له هغو بنسټونو سره چې د دا ډول خدمتونو تابیا لري د همکارۍ چمتووالی لرو.»
بل پلو ځايي خلک وايي، تر دې وړاندې د خپلو ناروغانو درملنې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د نیمروز اوسېدونکی عبدالناصر وایي: « موږ د کلینیک د نه درلودو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، ځکه موږ دلته کلینیک نه درلود. کورونه به مو ورته په کرایه کول او له بو ځایه به بل ته لېږدېدو.»
د نیمروز اوسېدونکي و ویل: « زموږ ستونزه د کلینیک نشتون و او خلک په ډېر بد حالت کې و. اوس به د دې کلینیک سره زموږ ستونزې حل شي او زموږ بېوزله خلکو ته به خدمتونه ورسېږي.»
نیمروز یو له هغو ولایتونو دی، چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې لږو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري او له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه