Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سینې سرطان؛ افغانستان کې د ښځو لپاره جدي ننګونه

اکټوبر د سینې سرطان په اړه د پوهاوي میاشت ده.

د سرطاني ناروغیو د کنټرول د ملي پروګرام تخنیکي مسوول وايي، تېر کال په هېواد کې د سرطان د لسو ډولونو له ډلې د سینې سرطان کچه ۵۰ اعشاریه ۹ سلنې وه.

د نوموړي په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې دغه مرکز ته د سینې پر سرطان اخته ۱۲۸۳ ناروغانو مراجعه کړې وه.

د سرطاني ناروغیو د کنټرول د ملي پروګرام تخنیکي مسوول، خالد خلیلزی وایي: «  تېر کال که د سلنې پر بنسټ درته و وایو ۵۰ اعشاریه نهه سلنې د سینې د سرطان پېښې لرلې چې د تېر کال پرتله د زیاتېدو په حال کې دي.»

ډاکټر احمد جاوید وایي: « ماشوم ته شیدې نه ورکوي یانې ماشومانو ته سمې شیدې نه ورکول کېږي او دا اصلي لامل دی چې (دغه ناروغي) رامنځته کېږي. کم فزیکي فعالیت او د وزن ډېروالی يې له نورو لاملونو څخه دي.»

خو ایا دا ناروغي د درملنې وړ ده؟

ډاکټره نجم السما شفاجو په دې اړه وایي: « که پر وخت یې درملنه وشي، له پنځو تر پنځلس کلونو یوه ښځه ژوندۍ پاتې کېدای شي؛ خو که ښه او پر وخت درملنه یې وشي. ځینې ښځې همدا چې عملیات یې وکړ یا یې درملنه وشي او ښې شي، نور له خپلې درملنې لاس په سر کېږي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې د سینې سرطان د نړۍ په ۱۵۷ هېوادونو کې د سرطان تر ټولو عام ډول و، چې دغه کال کې د شپږ سوه اویا زره کسانو د مړینې لامل شوی و.
یاد سازمان دغه راز زیاته کړې، چې شاوخوا صفر اعشاریه ۵ تر یو سلنې د سینې سرطان په نارینه و کې هم رامنځته کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه