په هېواد کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره له کاناډا د افغان او کاناډايي ډاکټرانو یوه ګډه ډله کابل ته راغلې ده.
دوی وايي، په علي اباد تدریسي روغتون کې یې ګڼ پېچلي عملیات ترسره کړي دي.
۵۴ کن احمدشاه اشرفي چې تازه له کاناډا، کابل ته راغلی دی. هغه له دوو لسیزو زیاته موده په کاناډا کې د صدري جراحۍ برخه کې کار کړی او دا مهال له خپلې شپږ کسیزې ډلې سره د علي اباد په تدریسي روغتون کې د صدري جراحي پېچلي عملیات ترسره کوي.
د صدري جراحۍ متخصص، احمد شاه اشرفي د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « ما تل دا هیله لرله چې افغانستان ته راشم او تل مې دا هیله وه چې هېواد او هېوادوالو ته د خدمت وسیله شم، زموږ ستره موخه د پوهې راکړه ورکړه ده، نه یوازې زده کړه ورکول بلکې له خپلو افغان خویندو او ورونو څخه چې د طب برخه یا روغتیایي برخه کې کار کوي زده کړه ده.»
د احمد شاه اشرافي کاناډايي همکاران کابل ته له راتګه خوشالي څرګندوي او وايي، افغان روغتیاپالانو ورسره په بېلابېلو برخو کې ښې تجربې شریکې کړې دي.
د ای سي یو متخصصه، انجیلا بابوک وایي: « زه ویاړم چې افغانستان ته راغلې یم، زما تل همدا هیله وه چې، افغانستان ته لاړه شم او د افغانانو خدمت وکړم او له افغاني ډاکټرانو سره په روغتیايي برخه کې خپلې تجربې شریکې کړم.»
له کاناډا راغلې نرسې، دروتی سالیگا و ویل: « زما د سفر هدف افغانستان ته دا دی چې د ناروغو افغانانو درملنه وکړم او له افغان ډاکټرانو سره د مري سرطان ناروغۍ عملیاتو کې هغه څه چې زما زده دي ورسره شریک کړم.»
انسټیزیسټ، جین ګلینیس وایي: « زه په دې ویاړم چې افغانستان ته راغلی یم او د افغانانو درمنلې برخه کې خدمت کوم او افغان ډاکترانو ته د همکارۍ لاس ورکوم او زه به افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړم.»
په ورته مهال، د علي اباد تدریسي روغتون مسوولین کابل ته د دغې روغتیايي ډلې له راتګه هرکلی کوي او له نورو روغتیاپالانو غواړي چې، د افغان ناروغانو درملنه کې ونډه واخلي.
د علي اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د جامع مرکز امر، عبدالمنان باوري و ویل: « په دې لس ورځني ټرینینګ کې زموږ متخصصینو، ډاکټرانو او نرسانو او دغه راز د انستیزۍ برخې ډاکټرانو زده کړه وکړه، دا زموږ لپاره ستره لاسته راوړنه ده.»
ټکنالوژیسټ، لیس حمیدي و ویل: « سل په سله دا ټرینینګ بریالی دی، ډاکټر اشرفي ډېر پرمختللي او قیمته وسایل له ځانه سره راوړي دي.»
تر دې وړاندې هم ځینو بهر مېشتي افغان روغتیاپالان هېواد ته د پرې شویو شونډو او تالوګانو او نورو برخو کې د افغان ناروغانو درملنې په موخه هېواد ته راغلي و.
په دې اړه مو اندونه