عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو او ماشومانو په مړینه کې د ۵۰ سلنې زیاتوالي په تړاو د سیګر وروستی راپور ردوي او هغه له حقیقته لیرې بولي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زما امرخېل وایي، دمګړۍ د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې امیندواره مېندو ته د رسېدنې په موخه ۲۶ زره قابلې او ۲۰ زره نورې روغتیاپالانې کار کوي.
شرافت زمان امرخېل و ویل: « له نیکه مرغه موږ ۲۶ زره قابلې او څه باندې شل زره ښځینه نرسانې لرو او هغه څه چې ویل شوي زه فکر کوم د افغانستان ریښتینې وضعیت نه دی کتل شوی او داسې څه ویل شوي چې له لیرې یې فکر ته راغلي، دغه راز موږ پلان لرو چې د ولسوالیو په کچه ۳۲۰ روغتیایي مرکزونه جوړ کړو او د تېر کال پرتله بشري ځواک زیات کړو.»
تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګر) راپور ورکړی و چې تر ۲۰۲۶ زېږیز کاله به افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه ۵۰ سلنې لوړه شي چې، پر ښځو او نجونو د زده کړو بندیز، له وخت وړاندې ودونه او د ښځینه متخصصو او روغتیاپالانو کمښت یې لاملونه ښودلي دي.
د سیګر په راپور کې راغلي: « د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۶ کاله به له ښوونځیو او پوهنتونونو د یو اعشاریه یو میلیون نجونو د محرومېدو اغېزې له وخته مخکې زیږون کې ۴۵ سلنې او د مېندو د مړینې په کچه کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راولي.»
ورته مهال د افغانستان د نسايي ولادي ټولنه د نورو حل لارو تر څنګ د ښځينه ډاکټرانو زیاتوالی د مېندو د مړینې کچې په مهارولو کې مهم یادوي.
ډاکټرې، نجم السما شفاجو و ویل:« اړتیا ده، چې پوره ښځينه روغتیایي کارکوونکې اوسي، دا چې موږ په افغانستان کې د زېږون لوړه کچه لرو او څومره ماشاالله افغان کورنۍ ډېر اولادونه غواړي، چې د زېږون اړوند ناروغۍ او د مېندو د مړینې کچه لوړوي.»
بله ډاکټره، فتانه نذیر وایي: « موږ کولای شو یوازې د با تجربه ښځینه کارکوونکو په روزنې او ډېرو امکاناتو سره د مېندو له مړینې مخنیوی وکړو، البته دا معلومه ده، چې زموږ کلتور داسی دی چې، خلک نه غواړي ښځې یې نارینه ډاکټرانو ته ورشي.»
افغانستان کې لا هم د تګ راتګ سختې لارې، په ځانګړې توګه لیرې پرتو سیمو کې د روغتيايي مرکزونو او ښځينه ډاکټرانو کمښت د مېندو او ماشومانو د مړينې لاملونه دي او تل بېلابېل بنسټونه په دې اړه راپورونه ورکوي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي و، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیندوارۍ او ماشوم د زېږون پر مهال مړه کیږي.