Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سېلواډور: ۳۳ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس اېډوین سنیزا سېلواډور له طلوع‌نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وایي چې، د افغانستان ۳۳ سلنه وګړي روغتیايي خدمتونه لاسرسي نه‌لري.  

د نوموړي په وینا، د بودیجې د کموالي له امله ۲۲۶ روغتیايي مرکزونه چې، د دغه سازمان له خوا یې ملاتړ کېده، تړل شوي دي.  

 په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس په دې هکله وايي:«نږدې ۶۷ سلنه خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري، په دې معنا چې، د هېواد د نفوس ۳۳ سلنه خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. لکه څنګه مې چې، وویل دا هغه خلک دي چې، په کلیو کې ژوند کوي.»

ښاغلی سیلواډور زیاتوي، په افغانستان کې د څو لسیزو ننګونې د دې لامل شوي چې، د دغه هېواد د روغتیا سکټور کمزوری پاتې شي؛ خو دې ستونزو ته باید په تشکیلاتي ډول حل لار وموندل شي. دی وایي چې، له ۲۰۲۱ زېږدیز کال وروسته ګڼ ډاکټران له هېواده تللي دي.

ایډوین سنیزا سیلواډور څرګندوي:«د ۲۰۲۱ کال په بدلون سره یو شمېر ډاکټرانو هېواد پرېښود، موږ باید د هغو روغتیایي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړو چې، په هېواد کې پاتې دي.»

نوموړی د قابلو د روزنې لپاره د اسانتیاوو د برابرولو خبره کوي؛ خو ټینګار یې دا دی چې، تل یې له اوسنیو او سیمه‌‌ییزو چارواکو سره په ناستو کې د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ او د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو د شتوالي لپاره د بدلون غوښتنه کړې ده.

 په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس ایډوین سنیزا سیلواډور وايي:«کله چې، له اوسنیو او سیمه‌ییزو چارواکو سره ګورو، ورته وایي چې، له رامنځته شوي بدلون سره ښایي داسې وخت راشي چې موږ ښځينه ډاکټره او نرسه ونه لرو، ځکه چې اوس د زده کړو بهیر اغېزمن شوی دی.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، په لېرې پرتو سیمو کې یې د پام وړ روغتیايي خدمتونه نشته او ان د ځینو سیمو اوسېدونکي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه‌لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت تل ډاډ ورکړی چې، په ټول هېواد کې د درملنې مرکزونو د شمېر د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.  

ښاغلی سیلواډور زیاتوي، په افغانستان کې د څو لسیزو ننګونې د دې لامل شوي چې، د دغه هېواد د روغتیا سکټور کمزوری پاتې شي.

شریک یي کړئ