Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ۴۵۰ روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو سره یوځای شول

کندهار کې ۴۵۰ روږدي له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ورستانه شول.

د کندهار د روږدو درملنې دغه مرکز کې دا مهال ۱۵۰۰ تنه روږدي تر درملنې لاندې دي.

د مسوولینو په خبره ډېری دغو کسانو د وزګارۍ او رواني فشارونو له امله د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې وه.

د کندهار د روږدو درملني مرکز مسوول، عبدالشکور شکیب وايي:“ان شاالله دغو کسانو ته چې درملنه يې شوې ده او حرفوي زده کړي يې ترسره کړي دي، موږ ورته وسائل ورکو او دوی به نور کار کوي او دغه بهير به روان وي”.
 
د کندهار د عامې روغتیا رياست استازی، محمد انور عزيزي هم په دې اړه وايي:  “په نشه روږدو شوو کسانو کې بېلا-بیل کسان شامل دي دي زيات يې لوستي کسان دي، خو موږ يې درملنه کوو”

د دغو کسانو منځ کې ځینې هغه یې روغتيا پالان، ښوونکي او ان زده کوونکي هم دي.

۳۳ کلن رحیم الله چې وړاندې نرس وو خو وروسته د نشو تورو لوګو د هغه د ژوند ټولې خوښۍ ترې واخیستې.

له نشه يي توکو رغېدلی، رحيم الله وايي:  “زه په نشه یې توکو اخته شوم، خو له درملنی وروسته به د زه روغ او له دو کسبونو یعني د نرسينګ او د موټرسېکلانو د ترميونکي په توګه به ټولني ته ځم او د کورنۍ اړتیاوي به پوره کوم”.

د نشه يي توکو درملنې دغه مرکز کې روږدو د موټرو ترمیم، خیاطۍ، برښنايي وسایلو جوړولو او نلدوانۍ برخه کې زده کړې کړې دي.

دوی وایي تر دې وروسته به د زده کړو کسبونو په مټ د خپلو کورنیو اړتیاوي پوره کوي.

له نشه يي توکو رغېدلی، عبدالقيوم هم د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: “زه وړاندي د ۲۰۵ اتل قول اردو درستيزوال وم، د نشه یې توکو په پديدي اخته شوم، اوس تداوي شوی يم او کورنۍ ته د خیاطۍ د کسب سره ستنيږم”.

الله نظر هم چې اوس اوس نشه يي توکي پرېښي وايي: زما درملنه وشوه، زه به نور د خپلي کورنۍ اړتیاوي پوره کوم او نور نشه نه کوم”.
کندهار کې د روږدو درملنې مرکز مسوولین دغه راز زیاتوي چې له نشو روغ شویو ته به د کسبونو اړوند وسایل ورکړې ترڅنګ به ورته کاري زمینې هم برابرې کړي.

شریک یي کړئ