د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي، د اسلامي امارت د مشر له لوري، د ولسوالیو په کچه د ۳۱۸ روغتونونو د بودیجې له منظورېدو خبر ورکوي.
ښاغلي جلالي په کابل کې د افغان- جاپان او انتاني روغتونونو د تشخیصي مرکزونو د جوړولو پروژې په پرانیستغونډه کې ویلي چې اوس یوازې په ۹۲ ولسوالیو کې روغتونونه موجود دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې هکله زیاته کړه:«افغانستان د شاوخوا ۴۰۰ ولسوالیو نه موږ په ۹۲ ولسوالیو کې، کې د ولسوالیو په کچه روغتون چې، ډي اېچ ورته وايي له هغې برخمن یو. نورې سپينې ساحې دي چې، د ولسوالۍ د کچې روغتون نهلري. د اسلامي امارت مشر د خپل ځانګړي مهربانۍ او شفقت له مخې د کال په منځ کې موږ ته د دغو روغتونونو لپاره چې ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتونونه جوړ شي بودیجه راکړه.»
د عامې روغتیا وزارت ویاندشرافت زمان امرخېل وایي چې، د دغو دوو پروژو په کار کې چې، لګښت یې څه باندې سل مېلیونه افغانیو ته رسېږي د دوو ودانیو جوړول، د تجهیزاتو برابرول او په دغو دوو تشخیصي مرکزونو کې د سيټي سکن فعالول شامل دي.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس هم په پلازمېنه کې د روغتونونو د معیاري کېدو یادونه کوي او زیاتوي چې، ډېر ژر به د دغه وزارت له بودیجې څخه په ځینو روغتونونو کې د اېم ار ای سیسټم هم فعال شي.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس وحدت الکوزی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«موږ او تاسې خبرو یو چې، په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې، یو د اېم ار ای ماشین لرله، او په همدې کال کې به انشاالله د اېم ار ای د دوه ماشینونو شاهد وو.»
بل لور ته د انتاني ملي او تخصصي روغتون رييس وايي چې، دغه روغتون د ساتنې سټنډرډ څانګې ته جدي اړتيا لري او د ځينو وسايلو او درملو له کمښت سره هم مخ دى.
د انتاني روغتون رییس سپین ګل سبحاني ځدراڼ وايي:«د سټنډرد جدي مراقبت یا ای سي یو نهلرل، دا مو یوه اساسي ستونزه ده، د درملو او طبي تجهیزاتو معیاري سټاک نهلرل او د درملو، دلابراتوار، د جینډ او د طبي تجهیزاتو کمښت مو نورې ستونزې دي.»
خو د روغتیا نړۍوال سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، یادې ادارې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د روغتیا په برخه کې ۸۰۰ کارکوونکي روزلي چې، له دې ډلې څه باندې ۳۰۰ هغه یې ښځې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان لیکلي:«د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر راهیسې، د روغتیا نړۍوال سازمان د بیړنۍ پاملرنې بنسټیز کورس په افغانستان کې د ۳۳۳ ښځو په ګډون ۸۰۰ روغتیايي کارکونکي روزلي چې، د حاد ناروغانو او ټپیانو د ژوندي پاتې کېدو کچه یې ښه کړې ده.»
د روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې، په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډېرې هڅې شوي؛ خو د درېیمګړو خدمتونو نشتوالی د دې لامل شوی چې، ناروغان د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي.