Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بنګلدېشې ډاکټرانو د شونډو او تالو چاودو ماشومانو وړیا درملنه پیل کړه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، له بنګلدېش راغلو ډاکټرانو کابل کې د شونډو او تالو چاودو د ۱۵۰ ماشومانو د وړیا درملنې بهیر پیل کړ.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، دغه بهیر به اته ورځې دوام وکړي. 

د افغاني سرې میاشتې د عملیاتي مرستیال سرمنشي، عبداللطیف ثابت و ویل: « دوی پلان لري چې، ۱۵۰ تنه عملیات کړي. دا ډاکټران د ډیسمبر تر پنځمې پاتې کیږي او راتلونکي کې له موږ سره همکاري لپاره ورته وړاندیز ورته شوی دی؛ ځکه زموږ په هېواد ډېر ناروغان پر دغه نارغۍ اخته دي.»

د دغه بنګلدېشي روغتيايي مرکز رییس له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د نورو همکاريو ډاډ هم ورکړ.

د بنګله دېش د روغتیايي مرکز رییس، حمزه شهید السلام و ویل: « موږ دلته په افغانستان کې یو او غواړو په نورو برخو کې هم ورته پروګرامونه ولرو، او مرسته وکړو، څو هر څه وړیا وي او په راتلونکي کې نور پلانونه هم لرو.»

په ورته مهال، يو شمېر ناروغ لرونکي د خپلو ناروغانو وړيا درملنې ته خوښ دي او له مسوولينو غواړي چې، په روغتيايي برخه کې ورسره لا زياته مرسته وکړي.

ناروغ لرونکی، محمد نسیم وایي: « ډېر خوښ یم چې دلته راغلی یم او لمسی مې راته عملیات کړي او روغ شي. له اسلامي امارته غواړو چې ښه کارونه وکړي؛ ځکه د افغانستان خلک دغه راز خدمتونو ته ډېره اړتیا لري.»

بل ناروغ لرونکي، غیرت و ویل: « موږ دې کار لپاره ډېر خوښ یو ځکه زموږ د ماشومانو درملنه کیږي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، دغه بنګلدېشي ډاکټران به د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ناروغانو درملنه وکړي.

شریک یي کړئ