Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نور جلال جلالي: د مرکز په ډېریو روغتونونو کې تجهیزات صفر دي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دغه وزارت کې، د ۴۵۰ بستونو لپاره د برېښنايي ازموینې په پروګرام کې، منلې چې، اوس‌مهال د هېواد روغتیايي نظام له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی.

نور جلال جلالي په دغه پروګرام کې ویلي هڅه کوي چې، ژر تر ژره دغه ننګونې حل کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«موږ په مرکز کې ۲۱ ثالثي روغتونونه لرو؛ خو د دغو روغتونونو له ډلې له یوې پرته د نورو تجهیزات په صفر درجه کې دي. زموږ کوښښ دا دی چې، ملت پر نظام د روغتیا د برخې خدمتونه حق لري.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون لخوا د ۴۵۰ بستونو لپاره د برېښنايي ازموینې پروګرام جوړ شو چې،
څه باندې۳۵۰۰ سیالانو په‌کې ګډون وکړ.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون عمومي رییس شهزاد نور راشد هم وايي:«هغه ملګري چې، دلته راځي او امتحان ورکوي، هغوی ته پوره ډاډ ورکوو چې، دلته به له تاسو سره درغلي نه‌کېږي. دغه کمپیوټر کې په بشپړه معنا روڼتیا پرته ده.»
 
په دغه پروګرام کې د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال وایي چې دغه اداره د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ځانګړي انسټېټیوټونه لري.  

د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال سیف‌الدین طیب وايي:«د چارو اداره په دوو برخو کې د ظرفیت لوړنې پروسه لري چې، د اسلامي امارت ادارو کارکوونکي روزي.»

بل خوا، د دې ازموینې ځينې ګډونوال په دې ازموینه کې د لا روڼتیا د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

ګډونوال عبدالوراث وویل:«له اسلامي امارته او په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارته زموږ غوښتنه دا ده چې، د مسلکي کسانو لپاره د جذب بهیر زیاد کړي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې، په راتلونکي کې به د بېلابېلو طبي برخو لپاره ۸۵۰۰ نور بستونه هم ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.  

نور جلال جلالي په دغه پروګرام کې ویلي هڅه کوي چې، ژر تر ژره د هېواد روغتیايي نظام ننګونې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه