د نیمروز اوسېدونکي د ولایتي روغتون له خدمتونو شکایت کوي او وایي، دغه روغتون کې ناروغانو ته په سم ډول رسېدنه نه کیږي.
دوی نیمروز کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارو پر چټکتیا ټینګار کوي.
د نیمروز اوسېدونکی، شېرخان په دې اړه وایي: « زرنج ښار کې د ولایتي روغتون د خدمتونو ظرفیت ټیټ دی او زموږ ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه نه کیږي. د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړو چې ژر تر ژره دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته یي وسپاري.»
د نیمروز بل اوسېدونکي، توریالي و ویل: « موږ چې تل ناروغ ولایتي روغتون ته لېږدوو، له ډېرو ستونزو سره مخ کیږو. د موټرو بیروبار او غږ د دې لامل کیږي چې، ناروغ پر وخت روغتون ته ونه رسېږي. له سیمه ییزو مسوولینو غواړو چې د سل بستریز روغتون چارې ژر بشپړې کړي.»
خو د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکې به د ناروغانو ستونزې حل شي.
د نیمروز والي، محمد قاسم خالد وایي: « د دغه ولایت د سل بستریز روغتون چارې بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به یې د فعالیت له پیل سره د ناروغانو ستونزې حل شي.»
نیمروز کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د پخواني حکومت پرمهال پیل شوي چې، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته یې چارې ځنډېدلې وې.
د دغه روغتون چارې بېرته پيل شوي او نږې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې اړه مو اندونه