Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روږدو د درملنې لپاره هر کال نږدې یو میلیارد افغانۍ لګول کیږي

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین وایي، په کلني ډول د روږدو د درملنې لپاره  له یو میلیارد زیاتې افغانۍ ځانګړې کېږي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د «اغوش» کمپ له نشې څخه رغېدلو کسانو د قرآن کریم د قرائت او تجوید د فراغت په مراسمو کې وایي، چې هر کال له کلنۍ بودجې څه باندې یو میلیارد افغانۍ د معتادانو لپاره ځانګړي کېږي.  

ملا عبدالحق اخند همکار زیاتوي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روږدو د درملنې لپاره مرکزونه شته.
 
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، ملا عبدالحق اخند همکار هم وايي: « پر دې ډېر غټ مصرف کیږي، تاسې به له دې خبر یاست په کلني ډول هر کال پر دغو وروڼو د اسلامي امارت له بودیجې تقریباً نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي.»
  
د نشه یي توکو پر وړندې د مبارزې د معینیت مسلکي مرستیال، عبدالرحمان قاسمي وايي: «د نشه يي توکو بدې اغېزې یوازې پر فرد او کورنۍ نه وي، بلکې ټوله ټولنه تر تاثیر لاندې راولي. د ټولنې لپاره یې زیان تر کیمیاوي وسلې زیات دی.»  

بل پلو، د حج او اوقافو وزارت مسوولان چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی، وایي چې ځينې هېوادونه هڅه کوي د افغانستان وضعیت نړۍ ته ناسم وښيي او له همدې امله له ماشومانو او سوالګرو ناوړه ګټه پورته کوي.

د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، زر محمد حقاني وايي: «د بهرنیانو ځينې موسسې دوی ونیولې چې هغوی به افغان ماشومان او ښځینه استخدامول چې سوال وکړي او افغانستان خلکو ته بد معرفي کړي.»
  
 دیني عالم، علي زاده ویلي: «هغه پیسې چې حکومت ستاسو لپاره لګښت شوي دي، باید ضایع نه شي.» 

له دې سره هممهاله، یو شمېر روږدي کسان چې له دغه روزنیز پروګرامه فارغ شوي، د خوښۍ په څرګندولو سره له نورو ځوانانو غواړي چې له نشه یي توکو ځانونه لېرې وساتي.  
    
تر درملنې لاندې روږدی، ضیا الرحمن و ویل: «زما پیغام ځوانانو ته دا دی چې روږدي نه شي، زده‌کړې وکړي. موږ هم روږدي وو، خو اوس د قرآن حافظان شوي یو.»
 
تر درملنې لاندې یو بل روږدی، عاشق الله وايي: «دا کوم وحشت او کوم عمل چې غربي لښکرو زموږ د مسلمانو په منځ کې خپور کړی و. د نا اهله ملګري نه باید ځان وساتل شي.» 
 
د مسؤلینو په وینا، په دغو مراسمو کې څه باندې ۳۰ کسان د قرآن کریم د قرائت او تجوید له زده کړو فارغ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه