Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیر خان متقي لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسېدو غوښتونکی شو

په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه او د بشري مرستو زیاتېدل هغه مسایل وو، چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فډراسیون« IFRC» د آسیا پاسیفیک حوزې له مشر سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په کتنه کې پرې خبرې وشوې.

   ډاکټر، رحیم الله سلطاني هم په دې اړه وايي: «که موږ وکولای شو چې ناروغۍ په کلیوالو سیمو کې وپیژنو او درملنه یې وکړو، نو د لویو روغتیایي مرکزونو کاري فشار به کم شي، او دا چاره به د ناروغیو د خپرېدو په کمولو مستقیم اغېز ولري.»  

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي هم له ښاغلي متیو سره په کتنه کې د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله د افغانستان د خلکو د درنو زیانونو یادونه کړې او د دغه فډراسیون له مسوولانو یې غوښتنه کړې چې له افغانانو او تازه راستنیو شویو کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

  د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: له فدراسیونه یې و غوښتل چې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه له جبري راستول شویو سره خپلې مرستې جاري وساتي. 
   
 د اقتصادي چارو شنونکی،  اسماعیل ځدراڼ بیا په دې اړه داسې نظر څرګندوي: نړۍوال په دې برخه کې له موږ سره مرستې کوي، خو په کوردننه زموږ لپاره پکار ده چې په لویو پروژو او کارخونو کار وکړو چې د سیمې هېوادونو او نورو له احتیاجۍ خلاص شو.  

افغانستان لا هم د هغو هېوادونو لمنځه دی چې په ډېرو لرې پرتو سیمو کې یې معیاري روغتیايي خدمات نشته.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د رئیس د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۳۳ سلنه وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه