د غزني اوسېدونکی نوروز چې له کلونو راهیسې په نشه یي توکو روږدی و، تر درملنې وروسته یې، دغه ولایت کې په نشه يي توکو روږدو درملنې مرکز پرانیستی دی.
نوروز وايي، د خپلو تجربو پر مټ د نشه یي توکو روږدو کسانو درملنه کوي.
نوروز و ویل: « دویم او درېیم قدم په ټوله کې خدای تعالی ته د ستنېدو په تړاو دی چې موږ له رب تعالی سره پېژنګلوي پیدا کړو، څلورم قدم د اعتراف قدم دی چې، موږ په خپل ژوند کې کوم کارونه کړي، څومره مو خلک تېر اېستلي یعني هر ناسم کار مو چې ترسره کړی وي، په څلورم قدم کې به ورباندې اعتراف کوو او همداسې تر دولسم قدم مخکې ځو.»
په ورته مهال له نشه يي توکو ځینې نور تازه روغ شوي وايي، تر روږدتیا وروسته یې عادي ژوند ته ورګرځېدل ستره هیله وه.
پر نشه یي توکو روږدي رحیم الله و ویل : « زه ان تر پېښور او اسلام اباد پورې لاړم، ښه نشوم، خو د خدای په مرسته مې دلته شفا ترلاسه کړه. اوس مې ډېر ښه فکرونه سر ته راځي، زه دا فکر کوم چې اوس هر کار کولای شم که کراچۍ ودروم او یا بل هر کار.»
تر درملنې لاندې روږدي، قادر و ویل: « روږدتیا داسې دوا نه لري چې، تاته څوک دوا او نور شیان درکړي، انسان باید خپله ځان عادت کړي، که وغواړي چې نشه یي توکي پرېږدي، فکر دې وکړي کولای یې شي.»
د غزني اوسېدونکي ۵۲ کلن عصمت الله معروف، چې دغه مرکز کې یې د درملنې موده بشپړه شوې او دا مهال د نورو روږدو په درملنه بوخت دی وایي، خپل عادي ژوند ته ورګرځېدل یې لویه هیله وه.
عصمت الله معروف و ویل: « هیله مې درلوده چې یو څارنوال شم او یا یو ښه قاضي شم، خو له بده مرغه نشه یي توکو دا فرصتونه زما څخه واخیستل، په داسې حال کې چې لرل مې. غزني ښار کې مې دارالوکاله لرله، نو دا ټول یې زما څخه واخیستل.»
د دغه مرکز مسوول وایي، که حکومت او مرستندویه بنسټونه یې لاسنیوی وکړي، د نشه يي توکو زیات شمېر روږدو ته به د درملنې زمینه برابره کړي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلې درملنې وس نه لري.
په دې اړه مو اندونه