Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنان بلخي: د امریکا د مرستو درېدل په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزه ګواښي

د امریکا د ولسمشر له خوا په لاسلیک شویو فرمانونو کې د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا وتل هم وو.

اوس په ختيځ مديترانې کې د روغتیا نړیوال سازمان سيمه ييز مشر حنان بلخي د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امريکا د وتلو په غبرګون کې ويلي، چې د دغو مرستو ځنډول کولاى شي ډېرې ستونزې په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې له پوليو سره د مبارزې په برخه کې رامنځته کړي.

په ختیځ مدیترانه کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس، حنان بلخي ویلي: «د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د متحده ایالاتو د وتلو اعلان یقینا خواشینوونکی دی. په ځانګړي توګه د دې لپاره چې متحده ایالاتو د روغتیا نړیوال سازمان له تاسیس راهیسې په تېرو اویا کلونو کې خورا ډېر ملاتړ کړی او په ځانګړي توګه هغه څه چې د ختیځ مدیترانې سیمې ته یې چمتو کړي ، د مثال په توګه د پولیو پر وړاندې مبارزه کې چې موږ یې اوس د نړۍ په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې په وروستي پړاو کې یوو.» 

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې بېلابېلې روغتیايي پروژې تمویل کړي، خو د مرستو کمېدل به دغه سازمان ته څه زیان ورسوي؟

ډاکټر نجیب الله قاسمي وویل: "د روغتیا نړۍوال سازمان په دې برخه کې پراخې مرستې کړي، هم د روزنې په برخه کې، هم د نظارت او راپور ورکولو په برخه کې، چې هر کله یې پر وخت مرسته کړې، او هم یې داسې برنامې لرلې چې روزنه یې ورکوله، ترڅو اجازه ورکړي چې د دوی نازک ماشومان د فلج له خطره وژغورل شي او واکسین ورته تطبیق شي."  

ډاکټر سید عبدالله احمدي و ویل: "ډېری هغه پروژې چې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري اداره کېدې، دا امریکايي پروژې وې، چې مستقیم ملاتړ یې د امریکا حکومت کاوه. له بده مرغه، اوس د دې ملاتړ له قطع کېدو سره دا احتمال شته چې د دغو پروژو دوام له ستونزو سره مخ شي."

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم د پولیو له ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی او که څه هم د روغتیا وزارت تېر کال د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو خبره رد کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې د پولیو له شلو مثبتو پېښو خبر ورکړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې بېلابېلې روغتیايي پروژې تمویل کړي، خو د مرستو کمېدل به دغه سازمان ته څه زیان ورسوي؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه