د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان زیږیز کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳نیم میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.
عبدالقدیر چې څلور کوچنۍ لوڼې لري وايي، دوه لوڼې یې چې څه باندې دوه کلونه عمر لري، نږدې شپږ میاشتې کیږي په خوارځواکۍ اخته شوي او په وینا یې څو ځله یې روغتون ته وړي، خو د بې وزلۍ او بیکارۍ له امله یې د درملنې توان نه لري.
هغه وايي: « زموږ اقتصاد کمزوری دی. زه کراچۍ لرم او پر هماغې کار کوم. د خپلو لورګانو د درملنې وس نه لرم. له دولت او سرې میاشتې هیله لرم چې د دې نجونو په درملنه کې مرسته وکړي.»
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوېنه کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي او په بیړنۍ توګه د درملنې او تغذیې ملاتړ ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام د تغذیې د څانګې مشره، مونا شیخ وايي: « په ۲۰۲۵ کال کې اټکل کیږي چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي. دا ډېر لوی شمېر دی. موږ په تېرو څلورو کلونو کې داسې څه نه دي لیدلي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: « د نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د روغتیا نړۍوال سازمان مسوولیت دی چې له کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو سره د مرستې پر مختلفو لارو غور وکړي او په پای کې مرسته وکړي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره د خورا مهمو خوراکي مرستو د ساتلو لپاره ۵۵۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب ویلي و: « د ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره د کورنیو ادارو ګډو هڅو او د نړیوالې ټولنې پرلهپسې ملاتړ ته اړتیا ده. د کرنې سکتور ملاتړ او د کاري فرصتونو رامنځته کول، کولی شي د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي او د خوړو د خوندیتوب په ښه کېدو کې اغېزناک تمام شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي و، چې د بهرنیو مرستو د کموالي له امله یې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د ژوند ژغورلو پروګرامونه ځنډولي دي.
په دې اړه مو اندونه