Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې د مور او ماشوم د خوندیتوب په موخه یو روغتون جوړ شو

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت مرکز ګردېز ښار کې د یوه مرستندویه بنسټ په همکارۍ د مور او ماشوم خوندیتوب لپاره یو روغتون ځانګړی شوی دی.

د مسوولینو په خبره، د دغه روغتون فعالیت سره به د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.

د پکتیا د عامې روغتیا رییس، مهراج ګل عادل و ویل: «د خوارځواکۍ، واکسین، فیزیوترافۍ او د مور او ماشوم برخې لرو، دې کې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کیږي، لابراټوار او الټراسونډ برخه هم لري.» 

د پکتیا ځینې اوسېدونکي د دغه ګام ستاینه کوي او د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې هم د مور او ماشوم خوندیتوب په پار د ورته روغتیايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوي.

د پکتيا اوسېدونکی، احسان الله وایي: «پکتیا کې د مور او ماشوم مړینه یو څه زیاته ده، ځکه روغتونونه نشته نو دا ستونزې پېښیږي. موږ پر دغه روغتون ډېر خوښ یو چې اوس جوړ شوی دی.» 

د پکتيا اوسېدونکي، ساحل و ویل: «د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې مهم ګام دی او له مسوولینو غواړو چې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره دغه راز نور ګامونه هم پورته کړي.» 

د پکتيا بل اوسيدونکی، احمد شاه و ویل: «له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې په ولسوالیو کې هم دغسې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، خدمتونه ورته لوړ کړي او د دوی ظرفیت لوړ کړي.» 

د پکتيا د عامې روغتيا رياست د مالوماتو له مخې، د دغه ولايت د هرې ولسووالۍ په کچه، يو روغتون جوړیږي چې د روغتيا په برخه کې به شته ستونزې تر ډېره ورسره هوارې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه