Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ۱۱٬۶ مېلیون ماشومانو لپاره د پولیو سراسري واکسیناسیون پیل

نن (دوشنبې، د غويي لومړنۍ نېټه) په ټول هېواد کې د پولیو سراسري واکسیناسیون پيل شو.

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغه کمپاین کې ۱۱٫۶ مېلیونه ماشومان به واکسین شي.

دغه کمپاین به په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هلمند او کندهار کې ولایتونو کې په څلور ورځو او په پاتې ۲۸ ولایتونو کې په درېیو ورځو کې ترسره شي.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله وايي:«یاد کمپاین چې نږدې څلور ورځې به دوام ولري، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به د ۱۱٫۶مېلیونو په شاوخوا کې به هغه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر ولري دوی ته به د پولیو واکسین تطبیق شي.»

ډاکتر سید عبدالله احمدي هم وايي:«د پولیو زیاتې پېښې د هغو کډوالو له لارې هېواد ته انتقال شوي، چې بېرته راستانه شوي دي. له همدې امله، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته اړتیا ده، د هغو کډوالو لپاره چې بېرته هېواد ته راګرځي، او همداراز د هغو سیمو لپاره چې زیاتې زیانمنې دي، یو منظم د واکسین سیستم برابر کړي.»

د پولیو پر ضد د واکسیناسیون د سراسري کمپاین په لومړۍ ورځ، د واکسیناتورانو ټېمونو د کابل په یوه ناحیه کې هڅه وکړه چې یو شمېر ماشومان له پولیو ویروسه خوندي کړي.

 واکسیناتور محمد ساحل طلوع‌نیوز ته وویل:«له خلکو زموږ غوښتنه دا ده، چې زموږ تر څنګ ودرېږي او خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین ته راولي، څو موږ یو له پولیو څخه پاک هېواد ولرو.»

ځینې هېوادوال له عامې روغتیا وزارت غواړي، چې د دغې ناروغۍ د جرړو د ایستو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

 د کابل اوسېدونکی محمد تقي وايي:«له عامې روغتیا وزارته زموږ غوښتنه دا ده، چې د پولیو د ولو د وچولو لپاره دغه بهیر ته دوام ورکړي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، تېر زېږدیز کال په افغانستان کې د پولیو څه باندې ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو د هېواد د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې رد کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه