Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د روغتیايي نظام کړکېچ او د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان یا (WHO) رییس خبرداری ورکړی، چې د هېواد روغتیايي سیستم سخت کمزوری شوی او د درملنې د لګښتونو ډېره برخه پر خلکو ده.

اډوین سنیزا سالواډور، له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان د بشري او روغتیايي مرستو له پلوه هېر نه‌کړي.

نوموړي وویل:«په افغانستان کې شاوخوا ۷۹ تر ۸۰ سلنې د روغتیايي مراقبتونو لګښتونه په مستقیم ډول د خلکو له خوا ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یوازې ۱۹ سلنه یې نړۍواله ټولنه ورکوي، او د سرپرست حکومت ونډه په دې برخه کې یوازې یو سلنه ده.»

د روغتیا نړۍوال سازمان دا لوړپوړی چارواکی د نړۍوالو مرستو سخت کمښت په ځانګړې توګه د امریکا له لوري د مرستو بندېدو ته چې د ټولو مرستو ۴۷ سلنه جوړوي، په نغوتې سره ویلي اړه وویل، د نورو هېوادونو له هغې ډلې د اروپايي ټولنې او خلیجي هېوادونو د ملاتړ د جلب لپاره هڅې دوام لري.

اډوین سنیزا سالواډور زیاتوي:«د اروپايي ټولنې په څېر مرستندویانو سره ملګرتیا باید پیاوړې شي او همداراز، خلیجي هېوادونه یا نور دولتونه چې تر اوسه یې محدودې مرستې کړې دي، وهڅوو چې د ټولیزو خبرو اترو له لارې، د امریکا د مرستو له درېدو وروسته، دا تشه ډکه کړي.»

بلخوا، افغان ډاکټران هم د درملنې د خدمتونو نازک وضعیت تاییدوي، او وايي چې د سرچینو د کمښت له امله پر روغتیايي مرکزونو فشار زیات شوی.

ډاکټر عبدالواحد صفا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي«زموږ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک له سختې بې‌وزلۍ او روغتیایي ستونزو سره مخ دي، د ماشومانو او میندو د تغذیې او اړینو مرستو په څېر برخو کې بیړنۍ پاملرنې ته جدي اړتیا شته.»

بل ډاکټر مجتبی صوفي هم وویل:«خلک د روغتیایي مرستو، د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو، د ودانیو کرايو او نورو بنسټیزو اړتیاوو سره ژور تړاو لري او دا موضوعات، چې له روغتیايي سازمان سره تړاو لري، باید سیاسي نه‌شي او نه هم ودرول شي. د ټولنې روغتیا له دغو مرستو سره تړلې ده؛ خو ورسره باید پر ځان بسیاینې هم تمرکز وشي.»

له دغو خبرداریو سره سره، د عامې وزارت د غويی پر لسمه اعلان وکړ، چې د روغتیايي نظام د ځان بسیاینې هڅې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند ډاډ ورکړی، سره له دې چې ځینې هغه مرکزونه تړل شوي چې پخوا یې د نړۍوالو بنسټونو له خوا ملاتړ کېده؛ خو بیا هم په هېواد کې روغتیايي خدمتونه پایېدونکي پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه