ځينې بنګلهدېشي ډاکټران د ۱۲۰ هغو ماشومانو د درملنې لپاره کابل ته راغلي، چې د شونډې یا تالو له پرېوالي کړېږي او دغه ډاکټران به د اته ورځو لپاره په کابل کې پاتې شي.
د بنګلهدېش د یوې خیریه بنسټ مشر، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په بلنې افغانستان ته راغلی، دغه مرسته یې د افغان ولس حق بللی دی.
حمزه شهیدالاسلام، چې د بنګلهدېش د یو خیریه بنسټ مشر دی په دې هکله وايي: «انشاءالله راتلونکي کې هوډ لرو، چې د سترګو د زرګونو ناروغانو لپاره یو بل کمپ جوړ کړو او د زړه د ناروغانو جراحي عملیات هم د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ ترسره کړو.»
د افغاني سرې میاشتې ویاند مدثر همراز په دې کله طلوعنیوز ته وویل: «د دوی موخه دا ده، چې ۱۲۰ ناروغان جراحي کړي او هڅه کوي، هره ورځ له ۱۰ تر ۱۲ یا ۱۳ ناروغانو جراحي وکړي.»
د ځینو ناروغانو کورنۍ وایي، دوی د دې وس نهلري، چې خپل ماشومان د درملنې لپاره بهر ته واستوي.
د یوه تالو پرې ماشوم پلار، رحیمالله طلوعنیوز ته وايي:«له اسلامي امارت او افغاني سرې میاشتې زموږ غوښتنه دا ده، چې له بېوزلو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. موږ مالي وس نهلرو چې د خپلو ماشومانو درملنه له هېواده بهر وکړو.»
په همدې حال کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ویلي، دوی هڅه کوي چې د نړۍوالو خیریه بنسټونو همکاري جلب کړي، چې د ناروغانو درملنه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د محمد بن سلمان خیریه بنسټ ځينې ډاکټران د سترګو ناروغانو د درملنې لپاره په هرات ولایت کې دي.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، عزیزالرحمان په دې هکله څرګندوي:«ناروغان له هرات او مزارشریفه راځي، هغوی معاینه کېږي او بیا جراحي کېږي. انشاءالله، په درېیم پړاو کې به هغوی شاوخوا لس ورځې وروسته کابل ته راشي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې، دې طبي ډلې تېر کال هم ۸۵ هغه ماشومان، چې د شونډو یا تالو پرېوالی یې درلود، په بریالۍ توګه جراحي عملیات کړي دي.
په دې اړه مو اندونه