Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اپرېل میاشت کې شدیدو اسهالاتو ۸۴سلنه او د شري ناروغیو ۴۳ سلنه زیاتوالی لرلی

د روغتیا نړۍوال سازمان، د روان زیږیز کال په اپرېل میاشت کې په بې‌ مخینې توګه په هېواد کې، د ساري ناروغیو له زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د دغې ادارې د راپور له مخې، د مارچ میاشتې پرتله د شدیدو اسهالاتو پېښې ۸۴٫۶ سلنه او د شري ناروغۍ پېښې ۴۳٫۴ سلنه زیاتې شوې دي.

په همدې موده کې، له ۱۲۸ زره زیات د سینه‌بغل (نمونیا) پېښې ثبت شوې دي، چې له دې منځه ۲۶۰ تنه مړه شوي دي.

په اپریل میاشت کې د ساري ناروغیو شمېرې:

شری: ۱۸٬۷۰۳ ناروغان،  ۱۱۱ مړه شوي،  ۴۳٫۴٪ زیاتوالی

شدید اسهالات: ۱۳٬۳۴۲ ناروغان،  ۳ تنه مړه شوي،  ۸۴٫۶٪ زیاتوالی

د کانګو تبه: ۱۰۹ ناروغان،  ۵ مړه شوي،  ۲۶۳٫۳٪ زیاتوالی

ډينګي تبه:  ۱۳ ناروغان، له تلفاتو پرته،  ۶۲۷٫۸٪ زیاتوالی

ملاریا:  ۲٬۹۸۲ ناروغان، له تلفاتو پرته،  ۲۷۵.۶٪ زیاتوالی

سینه‌ بغل:  ۱۲۸٬۰۵۵ناروغان،۲۶۰ مړه شوي،  ۹٪ زیاتوالی

کووېډ-۱۹: ۱۵۰ ناروغان، له تلفاتو پرته، د تېرو میاشتو پرتله له بدلون پرته 

ډاکټران وايي، د دغو شمېرو لوړېدل ښيي، چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو او د وقایوي خدمتونو وړاندې کولو ته بېړنۍ اړتیا ده.

ډاکتر سید عبدالله احمدي طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته په‌ کار ده، چې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره منظم او اغېزمن پلانونه ترتیب کړي او ژر تر ژره لازم اقدامات وکړي، څو کافي درمل د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته ورسېږي.»

بل ډاکتر فواد ابراهیمي هم څرګندوي:«د واکسیناسیون په برخه کې باید لازمې همکارۍ وشي او عامه پوهاوی زیات شي. موږ په شاوخوا سیمو کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو؛ خلک د واکسین په اړه مثبت لیدلوري نه‌لري او خپل ګران ماشومان هم په سمه توګه پاک نه‌ساتي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، ځينې روغتیایي مرکزونه تړل شوي. 

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس هم، تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که‌چېرې نړۍواله ټولنه افغانستان ته شا کړي، د هېواد روغتیایي ناورین به لاپسې ژور شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه