د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري هغه ورکړ شوې شمېرې ناعادلانه، له حقیقته لرې او ناسمې بولي چې ګواکې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د امیندوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، د میندو او ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې او له ملي او نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د افغانستان په تړاو د معلوماتو له خپرولو مخکې له دغه وزارت سره همغږي وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په دې اړه و ویل: «زموږ غوښتنه له ټولو نړۍوالو بنسټونو دا ده چې که غواړي شمېرې خپرې کړي، باید د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ یې خپرې کړي، څو د خلکو ترمنځ د وېرې د خپرېدو او د ناسمو معلوماتو د نشر مخه ونیول شي.»
د هېواد یو شمېر ډاکټران پر دې باور دي، چې د امیندوارۍ او زېږون اړوندو علتونو له امله د میندو د مړینې د کچې د راکمولو لپاره باید ان په لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي مرکزونه وي او تجربه لرونکي ډاکټران او قابلې حضور ولري.
یوه ډاکټره، حسینه بارکزۍ بیا وايي: «له بده مرغه زموږ په ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو کې دا ستونزه شته چې مېندې د امیندوارۍ پر مهال معیاري روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. د دې ترڅنګ، تجربهلرونکي روغتیايي کارکوونکي نهشته او ناسم دودونه هم لامل شوي چې د ښځو مړینه زیاته شي.»
یوه قابله، مرسل سادات هم په دې اړه داسې وايي: «که له پوهو قابلو او هغو کسانو سره چې د عادي او پېچلي زیږونونو توان ولري، اجازه ورکړل شي چې کار وکړي، د مېندو د مړینې شمېر به په خپله راکم شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجراییه مرستیال انډرو سابرټون افغانستانه ته تر سفر وروسته په یوه خبري غونډه کې اندېښنه ښودلې، چې له افغانستان لپاره د دغه بنسټ بودجه د امریکا له لوي برابرېږي، کمه شې، او ویلې یې دي چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون اړوندو د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په دې اړه مو اندونه