Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د تلاسیمیا ناروغۍ لومړنی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

هرات کې پر تلاسیمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې ځانګړی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

د عامه روغتیا وزارت د دغه روغتون د پرانیستې پرمهال ویلي، هېواد کې ډېر شمېر ماشومان د وینې سرطان په ناروغۍ اخته دي او دغه روغتون تجهیز ته جدي اړتیا لري. 
  
دغه روغتون د نږدې پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ځینو ملي پانګوالو او شتمنو له لوري جوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست و ویل: «تلاسیمیا یوه جینیټیکي ناروغي ده. زموږ هېوادوال په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ له امله کړیږي.»

دغه څلور پوړیزه روغتون د جوړولو چارې دوه کاله وړاندې پیل شوې وې چې یوه د عملیات خونه او وړکتون هم لري.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، یونس قاضي زاده و ویل: «دغه روغتون د نړۍوالو معیارونو سره سم د سلو بسترونو په ظرفیت جوړ شوی دی. د ودانۍ کار یې پرمختګ کړی او د تجهیز، درملنې او بې وزلو ماشومانو د پالنې برخه کې خصوصي سکټور تل له خلکو سره ولاړ دی او په راتلونکي کې به هم د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان له خلکو سره همکار وي.»

د خصوصي سکټور مسوولین وايي، هڅه کوي چې د عامې روغتیا وزارت او سوداګرو په همکارۍ دغه روغتون ته د اړتیا وړ امکانات او تجهیزات برابر کړي.

په لویدیځه حوزه کې د تلاسیمیا څانګې مسوول، اصف رحماني و ویل: «د دې روغتون د تجهیز په برخه کې خیریه بنسټونو موږ سره ژمنې کړي او موسساتو هم ژمنه کړې چې همکاري به کوي. د تلاسیمیا ناروغیو ماشومانو لپاره یوازینۍ حل لار د هډوکي د مغز پیوند دی. پر دې سربېره، ماشومان به دلته مدیریت شي، د اوسپنې کچه به یې کنټرول شي، په ټاکلي وخت به وینه ورکړل شي او یو لوی ګام چې غواړو واخلو دا دی چې د هډوکي مغز د پیوند عملیات له لارې د دې ماشومانو ژوند وژغورو.»

د هرات د عامې روغتیا ریاست پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته څلور سوه ناروغ ماشومان ثبت کړي چې د هرات په حوزوي روغتون کې په پرلپسې ډول تر درملنې لاندې دي.

د روغتیاپالانو په خبره، په تلاسیمیا ناروغۍ اخته ماشومان په اوونیز ډول وینه ترلاسه کوي او خلک په ورځني ډول دغو ناروغانو ته وینه ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه