د غزني د ملکي روغتون د مناسبې ودانۍ نشتوالي او طبي پرسونل کمښت له امله له ستونزو سره مخ دی.
مسوولین وایي، د دغه روغتون له ظرفیته ۲۵ سلنې زیات ناروغان درملنې ته ورځې خو دوی ورته رسېدنه نشي کولای.
د غزني ملکي روغتون رییس، علم خان امیري و ویل: «هغه طبي تشکیل چې لسیزې وړاندې مو درلود لا هم نه دی ډیر شوی. دغه روغتون ته د غزني د ولسوالیو سربېره له څېرمه ولایتونو هم ناروغان راځي خو هغه امکانات چې ناروغان یې غواړي دلته د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله نه برابریږي. د دې سربېره د ملکي روغتون ودانۍ ډېره پخوانۍ ده، اوس مهال د هغه اندازه ناروغانو د ځایولو ظرفیت نه لري څومره ته چې اړتیا ده.»
دغه روغتون کې یوه روغتیاپال، شېر اقا هاشمي و ویل: «دا ډېره ځورونکې ده، هم زموږ لپاره هم د ناروغانو لپار؛ ناروغان دلته په ډېره لویه هیله راځي خو موږ یې د بستر ځای نه لرو او نه مو طبي پرسونل بسنه نه کوي، ګڼه ګوڼه بیخي زیاته شوې ده.»
د غزني ملکي روغتون ودانۍ اویا کاله پخوا جوړه شوې او دا مهال د بستر کېدونکو ناروغانو د ځایولو ظرفیت نه لري.
ورته مهال، ځینې ناروغ لرونکي وايي، دغه روغتون کې د ناروغانو زیاتوالي له امله روغتیايي خدمتونه ټکني شوي دي.
محمد عزیز چې تر ۱۵ ساعته مزل وروسته یې خپل ناروغ له ډایکنډي د غزني ملکي روغتون ته را رسولی، وایي، د عملیات لپاره درې ورځې په تمه شوی دی.
محمد عزیز زیاته کړه: «موږ غواړو چې دغه روغتون کې د وخت اړتیا ته په کتو ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي. موږ د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله درې ورځې په تمه وو، که امکانات وای ممکن اوله ورځ مو ناروغ عملیات شوی وای.»
د غزني اوسېدونکي، عبدالشکور و ویل: «زموږ د روغتون ودانۍ باید نوې شي، دلته ګڼه ګوڼه زیاته خو ډاکټران کم دي. دغه ستونزې باید هوارې شي.»
د غزني د ۳۰۰ بستریز حوزوي روغتون رغنیزې چارې د کلونو په تېرېدو لاهم نه دې بشپړې شوې او د دغه روغتون فعالیدل د ناروغ لرونکو له جدي غوښتنو ګڼل کیږي.
په دې اړه مو اندونه