د لوی اختر د را رسېدو په درشل کې، د کابل انتاني روغتون ډاکټران وایي چې د تېر لمریز کال پرتله د کانګو ناروغۍ پېښې ۱۰ تر ۱۵ سلنې زیاتې شوې دي.
دوی زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې، د دغې ناروغۍ ۱۰۰ مشکوکې پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.
ډاکټر فریدالله عمري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د تېر کال پرتله دا پېښې زیاتې شوې دي او لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.»
ډاکټر کمیل ناصري هم وايي:«زموږ هېوادوال باید د قربانۍ پر مهال له دستکشو او ماسک څخه استفاده وکړي او د خوندیتوب لارښوونې په پام کې ونیسي.»
کانګو یوه شدیده او سخته تبهلرونکې او وینهبهوونکې ناروغي ده، چې معمولاً د وینې د ټینګېدو (انعقاد) د اختلال له امله د بدن په بېلابېلو برخو کې د شینوالي او د پزې د شدیدې وینې بهېدو لامل کېږي. د دې ناروغۍ اصلي لامل یوه کنه ده چې «هیالوما» نومېږي.
د کانګو له ناروغۍ سره د مبارزې، درملنې او د ژوند د دوام لپاره، میرویس له هلمنده کندهار ته او اوس کابل انتاني روغتون ته راغلی دی.
هغه یو قصاب دی او د نورو ناروغانو په څېر، د کانګو پر تبې اخته شوی دی.
ناروغ میرویس په دې هکله وايي:«په کندهار کې چې مې معاينه وکړه، د ناروغۍ نښې څرګندې شوې او وینه مې کمېده»
بل ناروغ ادریس هم وویل:«د ورځې په اوږدو کې مې څاروي حلال کړي وو، چې کور ته لاړم، تبې او لړزې ونیولم او پلار مې روغتون ته راوستم.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان د خپل میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې په اپریل میاشت کې د کال د درېیمې میاشتې پرتله پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۶۳٫۳٪ زیات شوی و.
په دې اړه مو اندونه