Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۱ ته ورسېدې

 د هرات والي عبدالقیوم رحیمي څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.

له دغې تازه پېښې سره، افغانستان کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱ تنو ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت بیا په یوې خبرپانه کې چې د شنبې په ورځ (د کب په ۲۴مه) خپره شوې په هېواد کې د کرونا ویروس یا کووېډ نولس درې نورې مثبتې پېښو له ثبته خبر ورکړی. دغه پېښې په بلخ، سمنګان او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰ هغو ته رسېږي (پنځه مثبتې پېښې په هرات، درې په سمنګان، کاپیسا او بلخ کې یوه یوه مثبته پېښه).

د عامې روغتیا وزارت په وینا، چې تراوسه د دغه وزارت په لابراتوارونو کې ۱۸۱ پېښې ازمویل شوې دي چې د ۱۰ بېلګو نتیجه یې مثبتې او ۱۷۱ نورې بېلګې یې (د دایکندي، پروان او پکتیا ولایتونو له بېلګو په ګډون) منفي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې همدارنګه ۵۲ نورې مشکوکې پېښې هم په لابراتوارونو کې تر څېړنې لاندې دي چې د هغوی پایلې به هم ډېر ژر له رسنیو سره شریکې کړل شي.

د کرونا ویروس درې تازه پېښې د افغانستان په مرکز او شمال په کاپیسا، بلخ او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ