Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې کورونا؛ تېره یوه شپه ورځ کې ۱۶مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د وږي په ۴مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو په ټولو هېواد کې د کورونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۱۶۹ شکمنې پېښې معاینه شوې دي چې له هغې ډلې ۱۶ پېښې مثبتې وې.

د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۳۸،۰۷۰ ته ورسېد.

دغه مثبتې پېښې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۶ په کابل، ۷ په پکتیا او یوه یوه په ننګرهار، کندوز او پنجشېر ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کووېډ نولس ناروغۍ اته تنه اخته کسان هم مړه شوي او ۸۰ تنه نور روغ شوي دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۳۹۷ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۸ زره او ۴۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۳ مېلیونه او ۶۵۸ زرته تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ۸۱۳ تنه نور د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه