په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د دغه ویروس ۳۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، نیمروز، وردک، بغلان، غور او بادغیس کې ثبت شوې دي.
له دغو پېښو سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۵۵۵ ته ورسېد.
د عامې ورغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ په افغانستان کې تراوسه د دغې ناروغۍ له امله ۱۸ تنه مړه شوي دي، خو ۳۸ تنه نور تر درملنې وروسته بېرته جوړ شوي دي.
تېره شپه د افغان - جاپان په روغتون کې دوه تنو ساه ورکړه.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحید مجروح په هېواد کې د کورونا ویروس ورځ تر بلې د جدي کېدو په اړه له اندېښنې سره له حکومته غواړي چې له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره ډېر امکانات برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سندونو پربنسټ، د افغانستان د جمهوري ریاست ۲۰ تنه کارکوونکي هم په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي.
کابل کې د ورځې کابو ۵۰۰ تنه د افغان - جاپان روغتون ته د ازموینې لپاره مراجعه کوي.