Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې کورونا ویروس؛ یوه شپه او ورځ کې ۷۴مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې د وږي ۱۶مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې، ۴۲۰ شکمنې بېلګې ازمویل شوې دي.

د نویو مثبتو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸،۳۹۸ ته رسېدلی دی.

په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۱۴ په کابل، ۱۸ په غور، ۱۰ په بلخ، ۵ په هرات، ۵ په کندهار، ۵ په ننګرهار، ۱ په بغلان، ۱ په کندوز، ۶ په بادغیس، ۱ په کونړ، ۲ په پنجشېر، ۴ په سرپل او ۲ هم په نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې ورغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې درې ناروغان مړه شوي هم دي او ۴۶۰ تنه نور روغ شوي دي.

هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر یو زره او ۴۱۲ تنو ته رسېږي او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۳۰ زره او ۵۳۷ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۶ مېلیونه او ۹۰۲ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې ۸۷۹ تنه نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ۳ ناروغان مړه او ۴۲۰ تنه نور روغ شوي دي.

شریک یي کړئ