Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان جاپان روغتون رییس په دغه روغتون کې د اکسیجن کمښت ردوي

د افغان جاپان روغتون رییس په دغه روغتون کې د اکسیجن کمښت رودي.

د دغه روغتون رییس حکیم صالح وايي چې نن په دغې روغتون هېڅ ناروغ نه دی مړ شوی او همدارنګه اکسیجن هم په کافي اندازه په روغتون کې شتون لري.

له دې مخکې د دغه روغتون یوه ډاکټر ویلي و چې د اکسیجن د کموالي له امله په دغه روغتون کې ۹ تنه ناروغان مړه شوي دي، په داسې حال کې چې اوس د افغان جاپان روغتون رییس حکیم الله صالح وايي چې په تېرو څو اوونیو کې د لومړي ځل لپاره په دغه روغتون کې څوک نه دي مړي شوي او همدارنګه د اکسیجن ۸۰ اضافي ډبې موجودې دي. 

د افغان جاپان روغتون، په کابل ښار کې یو له هغو روغتونونو دی چې ډېر مراجعه کوونکي لري، چې په دغه روغتون کې د کووېډ نولس ناروغان تشخیص او بستري کېږي.

له دې سره هم مهاله د دغه روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي چې له درې میاشتو راهیسې معاش یې نه دی اخیستی.

د افغان - جاپان روغتون د عامه اړیکو مسوول جمال الدین عباس په دې اړه وویل:«دا موضوع سمه ده. خو دا په دې مانا نه ده چې دولت د دوی معاش نه ورکوي؛ ځينې ستونزې شته.»

یوه امیندواره مېرمن چې د ماشوم د زېږون وخت یې و، تېره شپه په افغان - جاپان روغتون کې مړه شوه. د دغه روغتون ډاکټران وایي چې دا مېرمن لومړی د استقلال روغتون ته وروړل شوې وه؛ خو دغه روغتون له دې امله د هغې له منلو ډډه وکړه چې هغه پر کورونا ویروس اخته وه؛ او افغان - جاپان روغتون ته یې د لېږدولو پر مهال ساه ورکړه.

ورته مهال هغه کورنۍ چې په افغان جاپان روغتون کې یې ناروغان بستر دي؛ خپله هم له روغتون دباندې د اړتیا وړ له ټولو وسایلو په تېره بیا د آکسیجن له ډبو سره شپې او ورځې تېروي.  
عبدالله وایي چې درې ناروغان یې په دغه روغتون کې بستر دي او که د اکسیجن همدا ډبې یې نه لرلی؛ ناورغانو یې ژوند له لاسه ورکاوه.

عبدالله زیاته کړه:«اکسیجن مې واخیست ځکه خبر وم چې روغتون د اکسیجن په برخه کې ستونزه لري. تېره ورځ اکسیجن کم شو او دوه مریضان مړه شول.»

ډېری کورنۍ چې خپل ناروغان یې دغه روغتون ته راوستي دي؛ بې وزله دي.

بل خوا د افغان جاپان روغتون او علي جناح روغتون مسوولان وایي چې د یوه مهال وېش له مخې د اکسجن شپږ شرکتونه  باید په ورځ کې  دغو روغتونونو ته د آکسیجن ۹۵۰ ډبې ورسوي.
 
د علي جناح روغتون رییس محب الله بارکزی وايي :«په هره اندازه چې د خطر فکتورونه له کسانو سره زیات وي په هماغه اندازه مړینه او تلفات زیات وي.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د ۶۶۴ تازه پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴ زرو او۷۶۳  تنو ته رسېدلی دی.

او همدارنګه په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ۲۰ تنه ناروغان مړه شوي دي.

شریک یي کړئ