Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د وینې د پلازما له لارې د کووېډ۱۹ ناروغانو درملنه

په بلخ کې د کووېد نولس یو ناروغ چې په خپله هم ډاکټر دی د کووېډ نولس د روغو شویو کسانو د وینې د پلازما د کارونې په پایله کې روغ شوی دی.

په بلخ کې د بو علي سینا بلخي روغتون د انستیزي یا بې هوښۍ څانګې مسوول حمیدالله صدیقي د کوویډ۱۹ لومړنی ناروغ دی چې، ډاکټرانو د هغه د درملنې لپاره له کوویډ۱۹ ناروغۍ د روغو شویو کسانو د وینې پلازما له لارې کار اخیستی او اوس هغه ښه شوی او بېرته خپل کار ته هم ستون شوی دی.

هغه چې له کووېډ نولس ناروغۍ د روغو شویو کسانو د وینې د پلازما له لارې درملنه ډېره اغېزناکه ده:«لومړنی ناروغ چې پلازما یې پر هغه تطبیق کړه زه وم چې په دوه پړاونو کې یعنې ۱۵۰ سي سي یو خل او ۱۵۰ سي سي دولس ساعته وروسته تطبیق کړه چې له هغې وروسته په بشپړه توګه ښه بدلون مې احساس کړ.» 

حمیدالله صدیقي په ۱۳۸۱ لمر کال کې د بلخ د طب له پوهنځۍ فارغ شو او خپل تخصص یې په ناروې کې د انستیزي یا بې هوښۍ په برخه کې ترلاسه کړی دی. هغه اوس خوشحاله دی چې له کوویډ۱۹ ناروغۍ روغ شوی او خپل کار ته راګرځېدلی دی.

ښاغلي صدیقي په دې اړه وویل:«زه حاضر یم هغه څوک چې اړتیا ولري وینه ورکړم، هغو کسانو چې د کووېډ نولس ناروغۍ تېره کړې، د دغې ناروغۍ غذاب او زجر کاږلۍ د یوه بل کس د ژغورنې لپاره هغوی هم حاضر ي او په داوطالبانه توګه وینه ورکړي.»

په بلخ کې ډاکټرانو د لومړي ځل لپاره د کوویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره له یادې ناروغیه د روغو شویو کسانو د وینې د پلازما له اسلوب څخه کار اخیستی دی.

د مزار شریف د بوعلي سینا بلخ حوزوي روغتون مسوول غوث‌الدین انوري په دې اړه وویل:«موږ په روغتون کې په ځانګړو مراقبتونو کې اوو تنو ته پلازما تطبیق کړې او ۲۳ تنه د روغتون د علمي شورا له مشورې سره په کورونو کې تطبیق شوي دي.»

ډاکټران وايي، پلازما د وینې د مایع یوه برخه ده چې، د انسان په بدن کې د ټولې وینې ۵۵ سلنه جوړوي او ځينې نور هېوادونه هم د کوویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره له همدې طریقې کار اخلي.

د بوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون د وینې د بانک مسوول اسدالله مهمند څرګنده کړه:«دلته موږ د کووېډ نولس ناروغانو لپاره یو پاینت وینه چې د هغه اندازه ۵۰۰ میلي لېټره کېږي اخلو چې له هغې ۳۰۰ ملي لېټر جلا کولای شوو.»

د بلخ د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې څه باندې ۱۵۰۰ کسان پر کوویډ۱۹ ناروغۍ اخته دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست سرپرست نظام‌الدین جلیل وویل:«په بلخ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۵۶ پېښو ته رسېدلي دي چې د روغو شویو کسانو شمېر ۵۰۰ تنه او د مړ شیو کسانو شمېر ۴۹ پېښو ته رسېدلی دی.»

په بلخ کې ډاکټران وايي، د هغو ناروغانو روغتیايي وضعیت چې دغه پلازما پرې عملي شوې، مخ په ښه کېدو دی.

حمیدالله صدیقي د کوویډ۱۹ لومړنی ناروغ دی چې له دغې ناروغۍ له جوړو شویو کسانو د وینې پلازما د تطبیق له طریقه روغ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه