Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د کورونا ویروس ازمویښت د کېټونو کمښت د ازموینې بهیر درولی

د بلخ د عامې روغتیا رییس وايي چې د دغه ولایت په لابراتوار کې د کورونا ویروس د ازموینې کېټونه خلاص شوي او د شکمنو کسانو د معاینانو بهیر درېدلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا دغه چارواکی وايي تر هغې چې د معاینې کېټونه مزارشریف ته ونه رسېږي، هغوی د ازموینې وس نه لري. 

د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیل‌الله حکمتي په دې اړه وویل:«دا کېټونه باید د روغتیا نړیوال سازمان څخه واخیستل شي. موږ نه شو کولای هغه له بازاره وپېرو او یا هغه تایید کړو چې سټنډرډ دي.»

بلخ ولایت، له هرات او کابل وروسته درېیم ولایت دی چې د کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو ډېر شمېر لري. خو دغه ولایت په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله د مړینې تر ټولو لوړ شمېر لري.

نن سهار (شنبې، د وري په ۳۰مه) یوه ۶۵ کلن سړي د کووېډ نولس ناروغۍ له امله ساه ورکړه. دا په بلخ کې د دغې ناروغۍ له امله شپږمه مړینه ده.

د بلخ ولایت لابراتوار، د هېواد څو نور ولایتونه له هغې ډلې فاریاب هم تر پوښښ لاندې لری.

د فاریاب والي هم وایي چې په دغه ولایت کې لس ورځې کېږي چې د هغو کسانو د معاینې پایله چې د کورونا ویروس د نښو نښانو له امله بستر دي؛ نه ده ورسېدلې؛ خو په کابل او نورو ولایتونو کې ځينې زورواکي او دولتي کارکوونکي له هوسه دد ې ناروغۍ معاینات کوي.

 د فاریاب والي نقیب‌الله فایق وویل:«شمالي ولایتونه نه شي کولای چې کورونا تشخیص کړي. موږ د وصفي ناروغانو - هغه کسان چې د کووېډ نولس ناروغۍ لري بېلګې یې مزار ته استولي دي چې له بده مرغه ویلي یې دي چې کېټونه نه لري او نه شي کولای ویې ازمويي. په داسې حال کې چې موږ ته خبرونه رسېږي چې په کابل او نورو ځایونو کې ځینې لوړپوړي دولتي مامورین دي او یا واسطه لري دوی هوسانه ازموینې کوي.»

ډاکټران وایي چې په هېواد کې د کېټونو د کموالي له امله دا اړتیا نشته چې ټول شکمن کسان دې معاینه شي، بلکې هغه کسان باید معاینه کړای شي چې ډاکټران په کې د کرونا ویروس نښې نښانې ويني.

ډاکټر شفیق‌الله شایق وايي:«دا ښه ده چې ټولې معاینې د ډاکټرانو د سپارښتنو پر بنسټ وشي.»

بل خوا له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیایي توکو پر کموالي سربېره؛ د هېواد د سیاسي مشرانو اختلافونو؛ وزګارتیا او بې وزلۍ خلک تر پوزې راوستي دي.

که څه هم له لسو ورځو راهیسې په مزار شریف کې د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي دي؛ خو د دغه ولایت ځينې اوسېدونکي وایي بې وزلي د دې لامل شوی چې دغو محدودتیونو ته پام ونه کړي.

شریک یي کړئ