Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې له کووید۱۹ ناروغۍ د روغ شوي کس کیسه

بلخ ولایت کې په کووید ۱۹ ناروغۍ اخته ۲۵ کلن یاسین له اتلس ورځني قرنطین وروسته روغ شوی. هغه له ایرانه افغانستان ته راغلی او مخکې له دې چې کور ته ولاړ شي بلخ کې یې د کرونا ویروس ازموینه وکړه.

یاسین وايي د ناروغۍ لومړیو ورځو کې یې ژوند ته هیله پرې شوې وه، خو وروسته بیا ښه شو.

د کووید ناروغۍ روغ شوی کس، یاسین له یادې ناروغۍ خپله تجربه داسې بیانوي:«زه کله چې له ایرانه راغلم، کله چې له پولې تېر شوم او کابل ته ورسیدم، د ستړیا او ضعف حالت مې درلود، سینه مې درد درلود، بیا بلخ کې مې معاینات وکړل.»

روغ شوی کس د ناروغۍ پرمهال د ډاکټرانو پر سپارښتنو عمل کول ګتول بولي.

یاسین زیاتوي:«‎په داسې حال کې چې امکانات کم دي، بیا هم ډاکټرانو تر خپلې وسې هڅه وکړه، او زحمت یې ویست.»

بلخ کې روغتیايي مسوولین هم وايي د یاسین دوهمه ازموینه منفي ده او هغه روغ شوی دی.

مزار شریف کې د کووید ۱۹ ناروغۍ روغتون کې د انتاني برخې مسوول، نعیم نهاد څرګندوي:«‎موږ روغ شوی کس د مشکوک په توګه قرنطین کړ، کله چې یې معاینه شو، نو پایله یې مثبته وه، درمل ورکول کېدل، او وروسته له ۱۸ ورځو یې دوهمه معاینه منفي وه او اوس روغ شوی دی.»

په همدې حال کې د بلخ ولایت روغتیايي مسوولین د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس، خلیل‌الله حکمتي وايي:«‎تر هغې چې خپله هېوادوال د کرونا سره د مبارزې په برخه کې تابیاوې ونه نیسي، امکان نلري چې موږ یې کنټرول کړو. که خلک اوصول رعایت نکړي، نو موږ به لوی انساني ناورین سره مخامخ شو.»

اوس مهال بلخ ولایت کې د کرونا ویروس له کبله ۳ تنه مړه شوي او دوه تنه هم روغ شوي دي.

شریک یي کړئ