Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تراوسه له کورونا سره د مبارزې لپاره ۵۴۰ مېلیون ډالره مرسته شوې

په افغانستان کې د کورونا ویروس له پراخه خپرېدو وروسته، مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو یو په بل پسې تراوسه ۵۴۰ مېلیون ډالره له کورونا سره د مبارزې لپاره مرسته کړې ده.

له دې ډلې ۱۱۵ مېلیونه ډالر د نړیوال بانک، ۱۱۵ مېلیونه د اروپايي ټولنې، ۲۲۰ مېلیونه د پیسو د وجهي صندوق، ۵۰ مېلیونه د اسیا پراختیايي بانک او ۲۵ مېلیونه د امریکا له خوا له افغان حکومت سره د مرستې ژمنه شوې ده.

له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د دغو پیسو د لګولو د څرنګوالي په هکله اندېښنې پر خپل ځای دی.

د مالیې وزارت د دغو پیسو په لګولو کې د رونټیا ډاډ ورکوي او حکومت هم د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ یوه کمېټه د نړیوالو مرستو د سم مدیریت لپاره جوړه کړې ده. 

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وویل:«افغان حکومت د دغو پیسو د سم مدیریت او رڼه توګه لګولو ته ژمن دی، مشخصې کړنلارې جوړې شوې دي چې رونټیا، له فساد لیرې والی او د دغو پیسو اغېزمنتیا باید په پام کې ونیول شي.»

د افغانستان د روڼتیا څاربنسټ مسوول عزت الله ادیب په دې اړه داسې وايي:«له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره، ملي بودیجه ځانګړې شوې ده، بهرنۍ مرستې دي او په دې برخه کې کمزوری مدیریت او کمزورې څارنه د دې لامل شوې چې د حکومت د ناتوانۍ په هکله یې ځینې شکونه رامنځته کړي دي.»

د ولسمشر پخوانی سلاکار وايي چې حکومت باید د نړیوالې ټولنې د اعتماد لپاره د دغو مرستو د لګولو لپاره د څار زمینه برابره کړي.

طارق فرهادي په دې اړه زیاته کړه:«هغوی له منفي شهرته وېرېږي چې دغه پیسې افغانستان ته ورکړي او بیا پیسې سمې ونه لګول شي او د خلکو شکایت پورته شي.»

له دې مخکې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وو چې حکومت د غیر حکومتي سازمانونو په توګه د کورونا په برخه کې د بهرنیو مرستو د لګولو مناسبه وړتیا نه لري او بلخوا د فساد شتون د دغو پیسو د لګولو احتمال تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د دغو پیسو د لګولو د څرنګوالي په هکله اندېښنې پر خپل ځای دي.

شریک یي کړئ