د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې د وږي په ۲مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېره یوه شپه او ورځ کې، د کورونا ویروس ۱۸۱ شکمنې پېښې ازمویل شوې دي.
د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۳۷ زره او ۹۹۹ ته رسېدلی دی.
دغه مثبتې پېښې ۱۵ په هرات، ۱۱ په بلخ، ۲ په بامیان ۳ په تخار، ۳ په بادغیس، ۳ په کندوز، ۲ په بدخشان، ۲ په وردک، او ۵ هم په فراه ولایت کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ۲ ناروغان مړه شوي او ۲۲۱ تنه نور روغ شوي دي.
په هېواد کې د کورونا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۳۷۸ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۸ زره او ۲۱۱ تنو ته رسېدلی دی.
په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۳ مېلیونه او ۲۰۵ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې ۸۰۴ زره تنه نور مړه شوي دي.