Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جرګې د ګډونوال په منځ کې د کورونا خپرېدا په اړه د ډاکټرانو ګواښ

څه باندې درې زره تنه په داسې حال کې تر یوه چت لاندې د لویې جرګې تالار کې سره راغونډ شوي دي چې د کورونا ویروس د دویمې څپې خطر په کمین کې دی.

هغه انځورونه چې د نن ورځې له غونډې د لویې جرګې له ګډونوالو اخیستل او خپاره شوي دي، د دې ښودنه کوي چې د لویې جرګې په تالار کې ټولنیز واټن نه مراعت کېږي او د دغې جرګې ډېری ګډون کوونکي ماسک نه لري.

ډاکټران په اوسني وضعیت کې چې لاهم د کورونا ویروس ګواښ شته د دغه راز غونډو جوړېدل بې مخینې بولي او وایي چې دا کار د ځان او هېوادولو له ژوند سره لوبې کول دي.

ډاکټر محمد هاشم وهاج وویل:«تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد داسې سترې غونډې نه دي جوړې کړي او دا خلکو د روغتیا لپاره به ډېر زیانونه ولري.»

خو د کابل د عامې روغتیا رییس خوشحال بني زاده وایي که چېرې د جرګې ګډونوال واټن په پام کې ونه ساتي؛ د دغه ویروس پراختیا به خطرناکه وي.

 خو د عامې روغتیا وزارت د دغه مسوول په وینا دوی د جرګې له ټولو ګډونوالو د کورونا ویروس ټسټ یا آزموینه اخیستې ده:«د دا شمېر خلکو غونډېدل په هغه صورت کې چې روغتیايي معیارونه په پام کې ونه نیول شي، کولای شي د ویروس د خپرېدو له امله خطرناکه وي، خو د عامې روغتیا وزارت ټولې مقتضايي اقدامات په پام کې نیولي دي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي او ۹ تنه هم مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني چې نن د لویې جرګې په پرانیسته کې وینا کوله، له ګډونوالو وغوښتل چې روغتیايي تدابیر په پام کې ونیسي:«هیله ده چې ماسک استفاده کړئ، خپل لاسونه ومینځئ او دوه مټري واټن د خپل ځان او د جرګې د نورو غړو د خوندویتوب په پار په پام کې ونیسئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د رپوټ له مخې تراوسه په هېواد کې ۳۶ زره او ۷۸۲ ته په کورونا اخته شوي دي. چې له دې ډلې ۱۲۸۸ تنه مړه او ۲۵ زره او ۵۵۶ نور بېرته روغ شوي دي.

شریک یي کړئ